تاند- په داسي حال کې چې د پاکستان پولیس د دغه هیواد په څلورګونو ایالتونو کې د افغانانو نیونو او ځورولو ته دوام ورکوي، د دغه هیواد د سرحدي چارو د دولت وزارت (سفران) له ټولو ایالتونو هیله وکړه چې پولیس د هغو افغانانو له ځورولو راوګرځوي چې راجستر دي.
د پاکستاني ورځپاڼو د راپور له مخې د پاکستان د سرحدي چارو لپاره د دولت وزارت د خیبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې پولیسو او نورو ادارو ته ووايي څو هغه افغانان ونه ځوروي چې نومونه یې ثبت شوي او د کارتونو موده یې نه ده بشپړه شوې.
په لیک کې دا یادونه هم شوې چې هغه افغانان له دې قاعدې مستثنا دي چې په جرمونو او ترهګرۍ کې لاس لري.
په پاکستان کې وروسته له دې د افغانانو ځورول پیل شول چې طالبانو په پېښور کې د پاکستان پر پوځي ښوونځي برید وکړ او شاوخوا ۱۵۰ تنه یې ووژل.
په عین حال کې د پاکستان حکومت ویلي چې د سږ کال (۲۰۱۵) تر پایه ته رسېدو وروسته به په پاکستان کې د افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه تمدید نه کړي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر له ۳۱ وروسته د افغان کډوالو د هستوګنې د کارتونو د نه تمدیدولو پرېکړه د پاکستان، افغانستان او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په ګډه غونډه کې شوې ده.
ډېری افغانان باور لري، تر څو چې په پاکستان کې افغانان کډوال وي، تر هغو به په افغانستان کې سوله را نه شي. د دوی په باور پکار ده چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته راشي او له خپلو نورو هیوادوالو سره د عزت ژوند وکړي.