د پاکستان د کرکټ بورډ ريیس شهریار خان

تاند- د پاکستان د کرکټ بورډ ريیس شهریار خان وايي چې پاکستانیان باید له خپل ټیمه زیاته توقع ونه لري.

شهریار خان په دې خواشیني ښکاره کړه چې په نړیوال شل اووریز جام کې یې لوبډلې مسابقه پر هند وبایلله خو ویې ویل، دې ته په پام چې د پاکستان لوبډله په نړیواله درجه بندۍ یا رینکیګ کې اووم ځای لري، باید ورڅخه زیاته تمه ونه شي.

شهریار خان دا خبره مخکې تر دې وکړه چې د پاکستان ټیم له لا غښتلیو ټیمونو، لکه استرالیا او نیوزیلنډ سره مخامخ شي.
شهریار خان دا تېروتنه وبلله چې د هند خلاف په مسابقه کې څلور تېز یا فاسټ باولران میدان ته راوستل شول. د ده په نظر پکار وه چې یو سپینر هم په ټیم کې شامل کړای شوی وای.

د شهریار خان په باور نیوزیلنډ د هند لوبډله سمه پېژندلې وه ځکه یې ۳ سپینران میدان ته راوایستل او لوبه یې ورڅخه وګټله.

ده د پاکستان د شل اووریز ټیم د کیپتان د راتلونکې په اړه وویل چې شاهد افریدي به نور له کیپتانۍ لېري شي خو د کوچ یا روزونکي وقار یونس په اړه باید له غوره وروسته پرېکړه وشي.

د پاکستان د ټیم بله مسابقه د مارچ په ۲۲ مه /سې شنبه/ له نیوزیلنډ سره ده چې تر دې دمه په دوهم ګروپ کې تر ټولو ښه ځلیدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *