د پاکستان د پوځ لوی درستیز

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه نن /یکشنبه/ کابل ته رارورسېد چې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغان سولې او دوه اړخیزو مسلو په اړه خبرې وکړي.

د جنرال باجوه دا سفر په دې خاطر مهم ګڼل کېږي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته کېږي. پاکستان د امریکا له دې ستراتیژۍ سره مخالفت کړی او داسې ښکاري چې دې ستراتیژۍ پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي.

د پاکستان پوځ په راولپنډۍ کې نن د باجوه له روانېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې لوی درستیز به د کابل په یو ورځیني سفر کې د ولسمشر غني ترڅنګ د افغانستان له یو شمېر نورو ملکي او پوځي مشرانو سره وویني.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې له باجوه سره د کابل په دې سفر کې بل څوک ملګري دي خو پرون د افغانستان حکومتي سرچینو وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې جنرال باجوه به د پولو د منجمینټ (مدیریت)، د پاکستاني پوځیانو له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو (اردو او پولیس) د روزنې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نویو پوستو د ایجادولو او د اختلافاتو د حل کولو لپاره د دیالوګ د یوه میکانیزم د جوړولو په اړه له افغان چارواکو سره وږغېږي.

د افغانستان حکومت د پاکستان دا غوښتنې پخوا رد کړي دي او ویلي یې دي چې له پاکستانه یوازې دا غوښتنه لري چې په خپله خاوره کې د طالبانو پناهځایونه بند کړي او دا پلمه ختمه کړي چې په خپله خاوره کې له افغان طالبانو سره جنګېدای نه شي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې هم په زغرده ویل شوي چې باید د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه ختم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *