تاند- مروه ملک د پاکستان لومړنۍ جنسیت بدله (transgender) تلویزیوني ویانده شوه.

د سي این این د راپور له مخې، وروسته له دې چې یو ویشت کلنې مروې خپل جنسیت بدل کړ، په ټولنیزو شبکو په تېره بیا فېسبوک او ټویټر کې د هغې په اړه زیاتې تبصرې وشوې او اکثرو وستایله.

مروه د مارچ په درویشتمه د لاهور په (کوه نور) تلویزیون کې ښکاره شوه.

دې په پنجاب پوهنتون کې ژورنالیزم لوستی دی.

هغې سي این این تلویزیون ته وویل، د دندې لپاره یې غوښتنلیک وسپاره څو ثابته کړي چې د پاکستان جنسیت بدله هم کار کولی شي او هر څه چې وغواړي هغه کولی شي.

د پاکستان د وروستۍ سرشمېرنې له مخې، چې په ۲۰۱۷ کې وشوه، په دغه هیواد کې نژدې ۱۰ زره جنسیت بدله خلک اوسي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان سنا جرګې یوه لایحه تصویب کړه چې په دغه هیواد کې د جنسیت بدلو د حقونو دفاع کوي.

عموماً هغه کسان خپل جنسیت بدلوي چې تمایلات یې د یوه جنس وي خو جنسي غړي یې د بل جنس وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *