د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند- د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز قمر جاوید باجوه وايي، د تروریستانو پر ضد به بې توپیره عملیات دوام وکړي او له افغانستان سره پر ګډه پوله به څارنه ډېره کړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پوځ د قوماندانۍ د لیدو په مهال وکړه، او ویې ویل «باید ترهګر په لېري سیمو کې هم له منځه یوسو او په هر حالت کې باید د سختدریځو او د هغوی د ملاتړ کوونکو ترمنځ اړیکې وشلول شي.»

د راپورونو له مخې، په وروستیو کې یو وار بیا د خیبر پښتونخوا په سوات کې طالبان پیدا شوي او له خلکو چندې ټولوي.

د پاکستان د پوځ نوي لوی درستیز همداراز وویل، که څه هم د تروریزم پر ضد د پوځ عملیات اوږد وخت ته اړتیا لري خو پوځ اراده کړې چې د سختدریځو او ترهګرو تر پوره خاتمې پوري به عملیاتو ته دوام ورکوي.

ده که ځڅه هم وویل چې د تروریستانو پر ضد به بې توپیره مبارزه وکړي خو په مستقیم ډول یې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو یادونه ونه کړه. پاکستان پخوا افغان طالبان ښه طالبان بللی دي.

باجوه امر وکړ چې پر دیورند کرښه دې څارنه ډېره شي او دواړو خواوو ته دې د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

ده په عین حال کې وویل چې پوله د افغانستان د حکومت له همکارۍ پرته نه شي کنټرولېدای خو له دې سره سره به د پاکستان پوځ تر خپله وسه هڅه وکړي چې پوله ښه وڅاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *