تاند- د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن /سې شنبه/ کابل ته روان شو.
دوې اوونۍ وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پاکستان د سفر په مهال باجوه ته د افغانستان د ولسمشر له لوري د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
د پاکستان د پوځ ویندوی تورنجنرال اصف غفور په یوه ټویټري پیغام کې ویلي«پاکستان د افغانستان د ملي یووالي حکومت، امریکا/ ناټو ته په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د بري هیله کوي.»
د پاکمستان لوی درستیز په داسې ورځ کابل ته راځي چې طالبانو ته د افغانستان د حکومت اوربند پیل شو.
د افغانستان د حکومت اوربند له نن /د روژې ۲۷/ څخه د اختر تر پنځمې پورې ټاکل شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کندهار کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وویل چې د اوربند په موده کې تیارسی واوسي او پر طالبانو حمله ونه کړي.