تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن /یکشنبه/ پېښور ته لاړ چې د پوځ په روغتون کې د یوه ټپي افغان سرتېري عیادت وکړي.
د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال راحیل شریف د پېښور په پوځي روغتون کې د افغان سرتېري د صحت پوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملي اردو یو سرتېری، چې عالم زېب نومېږي، د تېرې پنجشنبې په ورځ /فبروري ۲۵/ په کونړ ولایت کې هغه مهال ټپي شو چې وسله والو طالبانو یې پر پوستې حمله وکړه.
د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، عالم زېب لومړی د باجوړ په ایجنسۍ کې یوه روغتون کې بستري شو، وروسته د ښې درملنې لپاره پېښور ته یووړل شو.
ویل شوي چې په سرحدي پوسته کې افغان پوله ساتو د باجوړ له ملېشه ځواک سره تماس ونیوه او د عالم زېب لپاره یې د طبي مرستې غوښتنه وکړه. ملېشو نوموړي ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړې، بیا یې د باجوړ د مرکز ښار (خار) روغتون ته ورساوه. خو څرنګه چې د عالم زېب روغتیايی وضعیت ښه نه و ډاکترانو سپارښتنه وکړه چې پېښور ته دې یووړل شي.
د دغه سرتېري د لیدو لپاره د پېښور پوځي روغتون ته د پاکستان د لوی درستیز تګ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د لوی بدلون نښه ګنل کېدای شي.
پاکستان ژمنه کړې چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته راضي کړي.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په هڅه اسلام اباد د افغان طالبانو او افغان حکومت د استازو د سولې د خبرو کوربه وي.
د افغانستان اردو دې خپله کسانو ته روغتونونه او طبي خدمتونه برابر کړي. د دښمن هېواد په روغتون کې تداوي د یوه عسکر له پاره لوی شرم دی.
انسان دوستانه گام دی
وا یاره
کله کله د کوتی هسپتالونو ته هم سر شکاره کوی کنه
de nezaami roghton payse(po las hawo million dollar) pokhwani wazire defaa besmillah mohammadi
(de schamaali ttalwale jangsalar) po khpala khetta ke wachawalee aw tar ossa chaa tre poshtana ham wa na krra.no afghan sarbaaz ba zaka po peshawar ke tadawee kegai.
Ghani Baabaa (hahahahahahaha) no chere yaast?
هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا »»» څه ښه یار دئ ښه ئې مینه وژل هسې لیدل هسې
څه انساني کارد اُسکار د جایزې وړئې راحیل صئب۰