تاند- د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره د افغانستان د سولې په باب د همکارۍ پر بیا پیلولو خبرې وکړې.
پاکستاني رسنۍ وايي، امریکايي قوماندان جان نیکلسن، چې پاکستان ته په سفر تللی، پرون/چهارشنبه/ له راحیل شریف سره د افغانستان – پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پولې د مدیریت (باډر منجمینټ) او په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پر لرلید خبرې وکړې.
دا وروسته له دې چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو اعلان وکړ او د امریکا په کانګریس کې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان پر منفي رول بحثونه وشول، پاکستان ته د جنرال نیکلسن لومړنی سفر دی.
پاکستاني رسنۍ وايي، په افغانستان کې د پېښور د پوځي ښوونځي د اصلي طراح عمر نري وژل کېدا او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له لوري د پاکستان استخباراتي ادارو ته دا امر چې د هغو کسانو پر ضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره د پاکستان خاوره کاروي، د همکاریو یوه نوې زمینه برابره کړې ده.
د پاکستان لوی درستیز د وارسا د غونډې په درشل کې وویل چې خپلو استخباراتي ادارو او ټولو قوماندانانو ته یې امر کړی چې نور هغه طالبان وځپي چې د پاکستان له خاورې څخه په استفادې په افغانستان کې بریدونه کوي خو تراوسه پوري د هیڅ طالب پر ضد پاکستاني پوځیانو اقدام نه دی کړی.
د پاکستاني رسنیو په وینا دواړو جنرالانو د پاکستان او امریکا د وروستیو خرابو اړیکو، د بارډر منجمینټ په برخه کې له امریکا څخه د ملاتړ د غوښتنې، د څه باندې یو ملیون افغان کډوالو د ژر ستنېدو ، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو او په پاکستان کې افغان طالبانو ته د پناه نه ورکولو په باب خبرې وکړې.