تاند- د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید باجوه نن /سې شنبه/ کابل ته راورسېد چې د لوی درستیزانو په کنفرانس کې ګډون وکړي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان لوی درستیز او د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان جنرال جوزیف فوټل او په افغانستان کې یو شمېر مېشت جګپوړي امریکايي قوماندانان ګډون کوي.
همدا راز د ازبکستان او قزاقستان لوی درستیزان هم په دې غونډه کې، چې د جوړېدو نوښت یې امریکا کړی دی، ګډون کوي.
د پاکستان لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته راځي چې د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په مشرۍ د دوو هیوادونو د پلاوو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
د افغان پلاوي په وینا پاکستان د افغانستان د اصلي غوښتنو منلو ته تیاري ونه ښوده.
د پاکستان په خاوره کې د افغان ترهګرو د پناهځایونو له منځه وړل د افغانستان اصلي غوښتنه وه خو پاکستان وویل، دا کار تر هغو نه شي کولی چې ټول افغان کډوال افغانستان ته تللي نه وي.
اول دي دپاکستان لوئ درستيز بوړه دهغه تير سفر چه کابل ته راغلي وو او دريس جمهور اشرف غني ته يي وعدي ورکړي وي تشريحات ورکړي چه تر کومه ځايه دوئ عمل په کړي دي.که ددي پلا هم دوخت او دخطا ايستلو لپاره دلته راغلي دي دا دافغانانو قاتل