د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه د افغانستان په بلنه کابل ته راځي.

باجوه ته د کابل د سفر بلنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د اسلام اباد د وروستي سفر په لړ کې ورکړه.

په پاکستان کې پوځ، چې تر ټولو ځواکمن چارواکی یې لوی درستیز دی، د افغانستان او هندوستان په اړه د پاکستان د سیاست په ټاکنه کې اصلي رول لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او ورسره ملګري پلاوي د یکشنبې په ورځ /مې ۲۷/ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره د دوو هیوادونو د سولې او ثبات لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان پر عملي کېدا خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، افغانستان او پاکستان دې موافقې ته رسېدلي چې د سولې بهیر د پر مخ بیولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په راتلونکو څو ورځو کې مشخص اقدامات وکړي.

ډ دواړو هیوادونو حکومتونه وايي چې د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان په چوکاټ کې د ۶۶ ژمنو د عملي کولو لپاره د ځانګړو اقداماتو په ترسره کېدو موافقې ته رسېدلي دي.

دوی په دې سلا شوي چې کاري کمېټې به یې په دواړو خواوو کې خاص همغږي کوونکي وټاکي او دغه‌رازد دغو کمېټو د عملي فعالیتونو له پر مخ بیولو به د دواړو هېوادونو مشران مستقیمه څارنه کوي.

د حنیف اتمر او قمر باجوه له کتنې وروسته د پاکستان پوځ وویل، د ځانګړو کاري ډلو د جوړولو تر څنګ، دواړو لورو په داسې دوه اړخیزه امنیتي همکاریو هم بحث وکړ چې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته کوي.

کابل ته د پاکستان د صدراعظم خاقان عبالسي له سفره وروسته د دوو هیوادونو په اړیکو کې یو لړ مثبت بدلونونه راغلي خو څرګنده نه ده چې دا بدلونونه د دې لپاره دي چې پاکستان پر ځان دامریکا فشار کم کړي او که په رښتیا هم نور غواړي چې په سیمه کې شخړه پای ته ورسوي.

One thought on “د پاکستان لوی درستیز کابل ته راځي”
  1. او د افغانستان چارواکو مه ځان غلطوئ او مه هم ولس غلطوي او مه هم په پاکستان د نړیوال فشار کموالي ته لار برابروئ

    پاکستان او طالب والله که تر خپل خره را کښته کړئ

    کرزی چې شل نه کړه نو تاسې څه شی یاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *