تاند، چهارشنبه، د جدي ۱۸مه: پاکستان وايي، په دغه هېواد کې اوسمهال ۲۸ لکه افغان کډوال پراته دي چې دوی یې په زوره د نه ستنولو پریکړه کړې ده.
د پاکستان د سنا مجلس ملتپال غړي عثمان خان کاکړ ویلي، چې د ده په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته د پاکستان د کډوالو ادارې کمېشنر سلیم خان وړاندیز کړی چې افغان کډوال باید په زوره له پاکستان څخه ستنېدلو ته مجبور نه شي او دا خبره دوی هم ورسره منلې ده.
سلیم خان وايي، دا مهال ۲۸ لکه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي چې هره کورنۍ یې نږدې اووه غړي لري او ۷۴ سلنه افغان کډوال په پاکستان کې زېږېدلي دي: (( په ۲۸ لکه افغان کډوالو کې یې ۱ میلیون او ۴ سوه زره راجستر شوي دي او نیمايي نور بیا بې اسنادو کډوال دي، چې ۳۲ سلنه یې په کمپونو او ۶۸ سلنه نور یې له کمپونو بهر په ښارونو او نورو سیمو کې ژوند کوي.))
د پاکستان د کډوالو اداره کې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره کمېشنر سلیم خان وايي، ۵۸ سلنه افغانان په خیبرپښتونخوا، ۲۳ سلنه یې په بلوچستان، ۱۱ سلنه په پنجاب او ۴ نیم سلنه یې په سند کې خو ۲ نیم سلنه یې په اسلام اباد کې پراته دي.
د افغان کډوالو لپاره د عثمان خان په مشرۍ د پاکستان د سنا جرګې د کمېسیون په دغه ناسته کې سناتور مومن خان اپریدي ټینګار کړی چې د هغو افغانانو په شمېر دې هم غور وشي چې په پاکستان کې يې ودونه کړي دي.
په ناسته کې عثمان خان کاکړ بیا نیوکه کړې چې په پاکستان کې د هندي او چینايي وګړو تر څنګ د ۱۵ هېوادونو خلکو ته تابعیت ورکول کېږي خو افغان کډوالو ته بیا دا هیواد تابعیت نه ورکوي.
عثمان خان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې افغان کډوال په زوره خپل هیواد ته ستانه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل ویلي چې د افغان کډوالو فشار ورباندې زیات دی او دوی نه شي کولی چې دا کډوال نور په خپله خاوره کې وساتي.
کچیری د ایران او امریکا ترمینځ جګړه نښلی نو افغان دولت ته پکار ده چی له پاکستان او ایران څخه خپل افغان مهاجر خپل هیواد ته ستانه کړی ځکه اوس پاکستان کوښښ کوی چی افغانانو د داعش په لیکو کی ګټه پورته کړی نو همدارنګه ایران کوښښ کوی چی له افغان مهاجرو څخه د فاطمینو په لیکو کی ګټه پورته کړی