تاند- د پاکستان مشرانو جرګې یا سینټ د حکومت له مخالفت سره سره د پنځه زره ګون بانکنوټ د ناچله کولو پرېکړه وکړه.

د پاکستان له لوري د دې پرېکړې اجرا به د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم ټیټ کړي او په ځانګړي ډول به هغو افغانانو ته کلک ګوزار ورکړي چې لا هم په خپله خاوره کې په پاکستانۍ روپیو راکړه ورکړه کوي.

د پاکستان مشرانو جرګې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د غیرقانوني پیسو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره پنځه زره ګون بانکنوټونه له چلښته وباسي.

حکومت د پاکستان د پارلمان د دې پرېکړې اجرا ته مکلف نه دی.

دا کار به مرسته وکړي چې د پاکستان حکومت هغه خلک وپېژني چې مالیه یې نه ده ورکړې او پیسې یې په کورونو کې ساتلې دي.

ویل کېږي چې د پاکستان د ټولو پیسو (روپیو) ۳ اعشاریه ۳ تریلیونه یا په درو کې یوه برخه زرګونونه او پنځه سوه ګونونه دي.

دوې میاشتې مخکې د هند صدراعظم نریندر مودي په هیواد کې د فساد د پای ته رسولو لپاره د هندي روپیو د زرګونونو او ۵۰۰ ګونونو د ناچله کولو لپاره یوه موده وټاکله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل زرګونونه او پنځه سوه ګونونه بانکونو ته وسپاري او پر ځای یې نورې پیسې ترلاسه کړي.

د هند دې پرېکړې هم یو شمېر افغانانو ته مالي تاوان واړاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *