تاند- په پاکستان کې د وروستۍ سرشمېرنې پر اساس د دغه هیواد د ټولو وګړو شمېر ۲۰۰ ملیونه ۷ ملیونه ۷ لکه ۷۴ زره ۵۲۰ تنو ته رسېږي.

په دې شمېر کې د بلتستان او کشمیر وګړي شامل نه دي. دا دوې سیمې کم نفوسه دي.

د دې سرشمېرنې پر اساس د پاکستان تر نیمايي یو څه زیات خلک په پنجاب کې اوسي.

د پنجاب نفوس یوسلو ۱۰ ملیونه ښودل شوی چې په سلو کې ۳۷ یې په ښارونو کې اوسي.

د خیبر پښتونخوا نفوس نژدې ۴۰ ملیونه او د قبایلي سیمو ۵ ملیونه دی. د خیبر پښتونخوا په سلو کې ۸۱ وګړي په کلیو کې اوسي.

د بلوچستان نفوس څه باندې ۱۲ ملیونه او د سند ایالت تر 47  ملیونو یو څه زیات اعلان شوی دی.

د پاکستان په سرشمېرنه کې، چې د دغه هیواد په تاریخ کې څلورمه سرشمېرنه بلل شوې، مخنث یا نرښځوکي هم شمېرل شوي دي.

ویل شوي چې تر ټولو ډېر نرښځوکي په پنجاب کې او تر ټولو لږ په خیبر پښتونخوا کې دي.

په ایالتونو کې تر ټولو زیات ښاري نفوس د سند دی چې د کراچۍ او حیدراباد په شان ستر ښارونه لري.

د پلازمېنې اسلام اباد نفوس ۲ ملیونه دی او ویل شوي چې د ۱۹۹۸ کال په پرتله د اسلام اباد د کلیوالي سیمو نفوس زیات شوی دی.

په تېرو ۱۹ کلونو کې د پاکستان نفوس څه باندې دوه برابره شوی؛ یعني تر ۷۵ ملیونه زیات شوی دی.

په ۱۹ کلونو کې د پاکستان په نفوس کې ۵۷ سلنه زیاتوالی د دغه بېوزله هیواد لپاره د خطر زنګ ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *