لیکنه: ډاکټر صابر خادم زی

د بلوچستان په کوټه کې د طالب مشر ملا هیبت الله د ورور حافظ حمدالله له وژل کېدو سره جوخت د طالبانو په لیکو کې ژور اختلافات پيدا شول.

حافظ حمدالله د زمري په ۲۷مه په يوه ځايي جومات کې په بمي چاودنه کې ووژل شو، چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د اسلامي امارت د عالي شورا په نامه د طالبانو جلا شوې ډلې يې مسولیت پر غاړه واخیست.

د دې اختلافاتو په درشل کې اوس طالبانو د دوحې په مذکراتو کې له خپل مرکچي پلاوي درې غړي ووېستل، چې دې کار  پر طالب مرکچيانو د جنګي طالبانو  بې باوري نوره هم ډېره کړه.

د پاکستان “ډېلي ټایمز ورځپاڼې” هم تاييد کړې چې د افغان سولې په تړاو له امریکا سره د نهم پړاو مذاکراتو کې د طالبانو کلیدي غړي ( د ملا عمر ورور، عبدالمنان هوتک، عبدالطیف منصور او محمد زاهد احمدزی) شتون نه لري.

پوښتنه دا ده، چې ایا طالبانو دا مرکچيان په خپله خوښه ويستلي که د پاکستان په غوښتنه؟

 د پاکستان لوبه

د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح څو ورځې مخکې یوې غونډې ته په وينا کې وويل، له طالبانو سره د سولې له خبرو وېره نشته، اندېښنه د  ځينو هغوو مرکچيانو  په اړه ده، چې د پاکستان په اشاره له امریکا سره په خبرو بوخت دي.

د دغه استخباراتي چارواکي دا اندېښنه په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د طالب پلاوي ټولې پريکړې د عباس ستانکزی، سهيل شاهين او ملا دلاور په رهبرۍ مخه ته ځي.

يوه موثقه استخباراتي سرچينه وايي: (( ستانکزی او سهيل شاهین د مذاکراتو ټول جزيیات له آی اس آی سره شریکوي او د مخکې تګ لپاره د هغوئ لارښوونې اخلي؛ نو  طالب پلاوي د مذاکراتو څخه خپل درې غړي ځکه وويستل چې له شوو او کېدو ډېرو خبرو ناراضه او په افغانستان کې د جګړې له دوام سره مخالفت لري.))

په دې ډول سره پاکستان غواړي د افغان سولې له خبرو درې ډول امتیاز ترلاسه کړي:

  1. یوه ډله د سولې خبرو کې له حکومت سره يو ځای کړي
  2. يو ډله جنګي طالبان چې پر جګړه ټينګار کوي، داعش ډلې سره یوځای کړي
  3. هغه ډله چې د پاکستان په خوښه سوله نه غواړي ترور کړي

 یانې هغه ډله چې د سولې مذاکراتو کې له حکومت سره یوځای کېږي (؟) د پاکستان د ګټو تظمینونکي به وي او هغه ډله چې جګړه غواړي د داعش لیکو ته به ولاړ او په افغانستان کې به جګړه دوامداره وساتي.

خو تر ټولو د دقت وړ مسئله دا ده، چې پاکستان غواړي هغه طالب مشران ووژني، چې د پاکستان په خوښه د سولې له روانو خبرو او پروسې سره ستونزه لري.

استخباراتي معلومات ښيي، چې پاکستان له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې هغه طالب مشران لیست کړي، چې د دوی له انده د سولې د خبرو مخالفت کوي.

استخباراتي سرچينې وايي: ((پاکستاني استخبارات امريکايي ځواکونو ته د طالبانو د هغو مشرانو د اوسېدو د ځايونو په اړه معلومات ورکوي، چې د سولې د خبرو مخالف دي، په دې ډله تراوسه لسګونه طالب مشران امریکايي ځواکونه په نښه کړه، چې يوه بېلګه يې د فاریاب لپاره د طالبانو والي ملاعبدالباری او د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزير  ابراهیم صدر دي.))

اختلافات او بې باوري

د طالبانو لیکو کې وروستې وژنې او د سولې مذاکراتو کې د امتیازات د طالب ډلو ترمنځ بې اعتباري اختلافات ډېر کړي.

د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول په خپله تازه مرکه کې ويلي: ((په قطر کې د امریکا  او طالب مرکچیانو  تر منځ خبرې اوږدېدل ښیي چې طالبان خپلواک نه دي او هغه هېوادونه چې د هغوی ملاتړ کوي د دې لپاره مداخله کوي‌ چې په پايلو یې نفوذ ولري. هیبت الله ډله نه غواړي سوله وکړي او ګاونډي هېوادونه دغه ډله د دې لپاره استعمالوي څو په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.))

همدا شان د طالبانو د عالي شورا مرستیال ملا منان نیازي له سلام ټایمز په تازه مرکه کې ويلي، هیبت الله په پاکستان کې په یوه نظامي مرکز کې ژوند کوي او له هغه ځايه طالبانو ته سلامشورې ورلېږي.

نیازی وویل: ((څلور کاله مخکې، مونږ په پاکستان کې د ملا منصور پر ضد ودرېدلو… هغوی ملا محمد عمر او ملا عبیدالله ووژل.))

پاکستان ولې معامله وکړه؟

پاکستان له کلونو راهیسې په افغان سوله کې د همکاريو اعلان کوي، خو  کابل او واشنګټن په کراتو یادونه کړې چې د دغه هېواد ژمنې تر ژمنو محدودې دي.

په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د ځانګړي استازي تر وروستۍ پرله پیسې ناستو وروسته اوس دا پوښتنه پيدا کېړي، چې ایا طالبان خبرو ته حاضر شول، که حاضر کړای شول؟

په نیوریاک کې د نړیوالې همکارۍ د مرکز رییس [بي ريچارډ رابین] د روان کال د جنورۍ پر ۲۴مه په خپل ټوېټر ولیکل: “تاسو نقشې ته کتلي دي، له هغې وروسته چې د ټرمپ حکومت پاکستان ته مرستې کمې کړې، ایا په افغانستان کې د امریکا په وضعیت کې ښه والی راغلی. ایا تاسو پوهېږئ چې د ټرمپ حکومت پاکستان ته د سعودي او امارتو له لارې ۱۲ میلیارده ډالر ورکوي، څو طالبان د خبرو میز ته راولي.”

د دې مرستو خبر تر هغې وروسته دی، چې دوه میاشتې مخکې بي بي سي راپور خپور کړ، چې  پاکستان څه باندې ۹۱ میلیارده ډالره پوروړی دی. که څه هم دغه هېواد د پيسو له نړیوال صندوق نه د ۱۲ میلیارده ډالرو پور غوښتنه وکړه، خو تر اوسه يې دا غوښتنه نه ده منل شوې.

اوس ويل کېږي، چې یاد هېواد د خپلو پورونو د پوره کولو لپاره د طالبانو پر سر معامله وکړه او د افغانستان د سولې مذاکراتو لپاره يې د هغوۍ پر لسګونه میلیارده ډالر ترلاسه کړل.

میاشت مخکې پاکستاني ژورنالیست علي احمد مهر له الجیزې عربي سره مرکه کې ويلي وو، د هغو میلیاردونو ډالرو له جملې يوه ميلیون ډالر [پرون] پاکستان ته ورسېدل، چې د طالبانو پر سر دغه هېواد ته منل شوي دي.

پايله

په افغانستان کې د داعش له حضور سره جوخت د طالبانو پروژه په ټولېدو ده، ای اس ای هڅه کوي، په خورا مهارت يو ډله پاکستان پلوي طالبان د افغانستان حکومت ته ور داخيل کړي او ځينې جنګي طالبان د داعش لیکو ته ولېږئ، څو افغان جګړه روانه وساتي، خو هغه طالبان چې د پاکستان په خوښه د سولې پروسه نه غواړي او آی اس ای يې پر امریکايي ځواکونو په نښه کوي په دې سره به نړیوالو ته وښي، چې اسلام اباد د سولې لپاره رېښتنې هڅې کوي.!!!

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *