تاند- د پاکستان واکمن ګوند (مسلک لیګ ن) نن د خبرواترو لپاره د طالبانو د تحریک پر وړاندیز غور کوي.

پاکستاني طالبانو پرون ویلي و چې له حکومت سره په هغه صورت خبرو ته تیار دي چې چارواکي په خبرو کې جدیت او صداقت ولري. خو د دوی په باور حکومت د خبرو له نامه څخه د ولس د غولولو او د ځان په ګټه د تبلیغاتو لپاره کار اخلي.

تېره شپه د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د خبرو لپاره د پاکستاني طالبانو د وړاندیز په اړه وویل چې واکمن ګوند به پر دې وړاندیز غور وکړي چې ایا دا یوه سیاسي اعلامیه ده او که طالبان په رښتیا د پاکستان د اساسي قانون تر چتر لاندې سوله ییز ژوند کولو ته تیار شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو په ځلونو د پاکستان نظام او اساسي قانون غیراسلامي بللی او د شرعي قانون د نافذېدو غوښتنې یې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان ملي جرګه (نشنل اسمبلي) نن پر دې موضوع غونډه وکړي او د پاکستان د امنیت پر عمومي وضعیت هم وږغېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *