تاند- د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن/دوشنبه/ په اسلام اباد کې د باران د اورېدو لپاره لمونځ وکړ.
له څه مودې راهیسي د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په دې هیله د استسقا لمونځونه کېږي چې ګوندي د وچکالۍ مخه به ونیول شي.
میاشتې میاشتې کېږي چې د پاکستان حتي په هغو سیمو کې چې تل پکې باران اوري، څاڅکی نه دی اورېدلی.
ممنون حسین د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د استسقا له لمانځه وروسته له پاکستاني دیني عالمانو وغوښتل چې په هیواد کې د اسماني رحمت د نازلېدو لپاره دعاوې وکړي.
د وچکالۍ له کبله د پاکستان د بندونو د اوبو اندازه کمه شوې او ویل کېږي چې تر مځکې لاندې اوبو سطحه هم ټیټه شوې ده.
له بلې خوا د باران د نه اورېدو له کبله راز راز ناروغۍ زیاتې شوي دي.
ډاکتران وايي چې په هوا کې د دوړو او لوګیو د زیاتوالي له کبله تنفسي ناروغۍ ډېرې شوي دي.
د پاکستان د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی چې سږ کال به په دغه هیواد کې اورښتونه لږ وي.
په پاکستان کې، چې د دوه سوه ملیوني نفوس اقتصاد یې له کرهڼې سره تړلی دی، وچکالي ډېرې خطرناکې پایلې لرلی شي.
دا ټول د مظلومو مهاجرو آه او آزار دي چې پنجابیانو ته د افغان بیوزلو کډوالو د شکنجې او زورونې په بدل کې د لوی خدای تعالی له خوا له مسکتبرینو او ظالمانو نه اخیستل کیږي.
بې مفهومه مطلب او بې ځايه مطلب دوخت ضايع او انټر نيټ بې ځايه مصرف.3
باید په دي هر څوک پوشي چی خداوند لوی ذات ده او دی دواړو جهانو مالک دی
اودی هربنده له زړه او اعمالو اګاه دي
نو پاکستان هغه منافق ملک دی چی
په دنیا کی څاری نلری. او خداوند له کافر څخه منافق ته ډیر بد ویلی نو پاکستان دی شیطان ځاله ده. او لکه سمع الحق.
فضل شیطان حسین امد او نورو خبیثانونه ډک ده نو خداوند به څنګ دی دوی دغه دی منافقت لمونځ قبول کړی
خو مونږ دعا کو چی خداوند دی
دا منافقین اصلاح کړی او که نه اصلاح کیږی خدایی دی نور غضب هم پری راولی
امین