د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

تاند- د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د بهرنیو مېلمنو راتګ کابل ته پیل شوی دی.

پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد ولسمشر ممنون حسین کابل ته روان دی چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کابل ته د ممنون حسین سفر او د ډاکتر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون به د پاکستان او افغانستان د اړیکو له لا پراختیا سره مرسته وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر ممنون حسین ګډون په افغانستان کې پر سوله ییز او دیموکراتیک واک لېږد د پاکستان د ټینګار پخلی کوي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره شپه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې شکایت وکړ چې پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه کوي او ترهګر روزي.

نن د کاناډا د کډوالو د چارو وزیر کابل ته راورسېد چې سبا د نوی افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د امریکا د څلورو ایالتونو ګورنران افغانستان ته رارسېدلي خو څرګنده نه ده چې په سبانیو مراسمو کې ګډون کوي او که نه کوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دې مراسمو ته راتلای نه شي.

هندي رسنیو ویلي چې د دغه هیواد مرستیال ولسمشر حمید انصاري د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې په دستوره کې برخه اخلي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دی او سبا په واشنګټن کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډن او ولسمشر اوباما مېلمه دی.

هند د افغانستان خورا نژدې او ستراتیژیک دوست دی. دې هیواد په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره تر دوه زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې ده.

د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ترتیبوونکي وايي چې دې مراسمو ته یې ۱۴ سوه ملېمانه رابللي دي چې ۲۰۰ یې بهرنیان دي.

د لوړې د مراسمو او د مېلمنو د امنیت لپاره په پلازمېنه کې سخت تدابیر غوره شوي او سبا /دوشنبه/ عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *