بصیرعاصم ||
کله چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د زیاتو چوکیو په ګټلو مخکښ اعلان کړ ، ده په خپله لمړۍ وینا کې د افغانستان سره د سولې په را وستلو او خلاصو دروازو ټینګار وکړ ، او دا هغه چاره ده چې تل ددې هیواد د پوځ په لاس کې پاته شوې ده ، د ډیرو په اند به دا د عمران یوه لاپه وه خو دننه په پاکستان کې د ډیرو زیاتو امنیتي او اقتصادې مسایلو په شتون کې د افغانستان سره سیاسې او اقتصادې روابطو جوړولو ته لمړیتوب ورکول داسې ښيي چې عمران خان به ښاي د پاکستان د پوځ اعلامیه لوستې وي.
د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستان د پوځ پلاوي افغانستان ته په خپل سفر کې د ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره د ترهګرۍ په شمول پر ځینو موضوعاتو وغږېدل ، خو یو څه چې ولسمشر یې بیا بیا یادونه کول د سولې د راتګ زیري وه ، دا د ولسمشر هغه خوشبینۍ ته ورته وه چې د جنوبي اسیا دپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د پالیسۍ تر اعلانېدو څه موده مخکې یې د سولې زیري ورکول .
که څه هم ولسمشر غني پاکستان ته د یو ځلې تګ ورسته ددې هیواد په خبره او وعده خپل باور دلاسه ورکړ خو دپاکستان د پوځ پر اوږو سپور احتمالي وزیر اعظم عمران خان ته ټلیفونی مبارکي او د تېر په هېر د اړیکو د یو نوی فصل پر پرانیستلو ټويتونه وار کړل.
د پاکستان دپوځ سیاسې شالید ته په کتو به دا ګرانه وي چې ددې هیواد د سرټمبه جنرالانو دي د سمو او معقولو کړنو توقع وشي خو د پاکستان اوسنی اقتصادې امنیتي موقف ته په کتو ښاي پاکستان دې ته اړ شوی وي چې د ناچارۍ د خپل فکر لوري ته تغیر ورکړي.
داچې ولسمشر تر بل هر وخت زیات د سولې راتګ ته هیلمن دی ممکن د پردې تر شا یې داسي څه اورېدلي او لیدلي وي چې نور نو پاکستان په رشتیا ځان د پاڼ او پرګان تر منځ محسوس کړ او غواړي چې د افغانستان د فتحي خوب شیطاني وګڼې او خپل تګ لوری بدل کړي.
خو څه چې ښکاره دي هغه دادي چې پاکستان به په ډېر څه د ترهګرو ځپلو ته زړه ښه نه کړي دوی به د افغانستان او طالب ډلې ترمنځ د جوړجاړی هڅه وکړي چې په همدې ترهګرو لږ تر لږه له نړۍ او په ځانګړې توګه له امریکا دومره امتیازات واخلي چې د امریکا سره یي د ورکولو زړه وې ، او هم به په ضمن کې پر نړۍ د سولې یو داسي احسان پریږدي چې تر ډېره دغه جعلي هیواد پرې وویاړي او امتیازات پرې واخلي.
داچې ولي پاکستاني پوځ په عمران خان میدان وګاټه او تر نوازشریف یې ترجیح ورکړه څو علتونه لري.
پاکستانی پوځ تل د رسنیو او هرې ممکني لارې د همدې ملک د پوځ په لارښونه سیاستوال بدنام کړي او په غلا او فساد ددې پاره متهم کړی دي چې پوځ یې د وګړو پر وړاندې خپل اداره پاکه وطن دوسته او د فساده پاکه وښيي، همدغه وجه ده چې پاکستانیان د سیاسینو په پرتله د پوځ قدر ډېر لري او په وار وار د خلګو په رایو را غلي حکومتونه یې پوځ ددې دپاره ړنګ کړي دي چې غوښتل یي په یاد هیواد کې بشپړه ډیمکراسي پلې او د پوځه واک ملکي منتخب حکومت ته انتقال کړي.
دا چې ولي منتخب حکومتونه د پوځ د واک د اخستو هڅه کوي یا یې کول عمده وجه داده چې ددې هیواد هره ناوړه پېښه ضعیف اقتصاد ورسته والی ددې هیواد د وګړو د خوا ددې هیواد د پوځ پر ځای چې ټولي چاري یي په خپل واک کې اخستې د ډهلي او افغانستان د فتحې خوبونه ویني او په تعبیر پسي د القاعده او طالبانو په شمول سلګونه وسلوالې ډلي ګرزوي مسولیت د ملکي حکومت پر غاړه ور غورځوي . ددې دپاره چې ملکي حکومت د مسولیته ځان خلاص کړي یا په بل عبارت د خدمت اراده ولري نو اړ کیږي چې د پاکستان دپوځ د ډهلي او کابل د فتحي خوبونه باطل کړي د یادو هیوادنو په شمول د بهرنۍ نړۍ سره خپل سیاسي او اقتصادي تعلقات تر ممکنه حده ښه کړي. خو دا هغه فکر دی چې د بنګلدېش د قیمت په ورکولو یې هم دغه سرټمبه پوځ ونه شو ګرزولای.
د نواز شریف او عمران خان ترمنځ توپیر به هم داوي چې نواز شریف د خلګو په رایو تر وزیراعظمۍ ځان رسولی وه په وار وار به یې په یوه ملک کې د دوه ریاسته خلاف ویناوي کولې او په خپل ټول وس یې هڅه کول د پوځه واک منتخب حکومت ته ولیږدوي خو ددې برعکس عمران خان د پوځ په زور انتخابات وګټل او لکه د نوازشریف په څېر به د پوځه د واک د اخستلو فکر هم ونه کړای شي خو یوازې هغه ماموریت چې پوځ یي ورته سپاري دی سر ته رسوي.