د پاکستان سنا جرګه

تاند- د پاکستان د پارلمان یوې جرګه ګۍ له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پر پاکستان د احتمالي اغېزو په اړه د بحث په لړ کې د افغانستان په وړاندې د یوې مضبوطې پالیسۍ د خپلولو او د ډیورنډ کرښې د خوندي کولو پر ضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان د پارلمان د مشرانو جرګې یا سینټ د بهرنیو اړیکو کمېټې دا وړاندیزونه وروسته له دې وکړل چې پر دې موضوع یې ولسي نظرونه واورول چې په ترڅ کې یې ماهرانو او عامو خلکو څرګندونې وکړې.

ګډ نظر ته تر رسېدو مخکې د بحث برخوالو دا وړاندیز هم وکړ چې پاکستان باید له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وړاندې مخکې تر مخکې احتیاطي تدابیر غوره کړي. دوی وویل چې باید د قبایلي سیمو د خلکو د خپګان علت او اړتیاوو ته پام وشي او د افغانستان په اړه بې پلوه پالیسي خپله شي.

پاکستان له تېرو څه باندې درې لسیزو راهیسي په افغانستان کې د جګړې او ورانۍ پالیسي لري. د افغانستان د ټولو رژیمونو د مخالفو وسله والو ملاتړ یې کړی دی. حتي په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت له رامنځته کېدو وروسته یې هم د حکومت پرخلاف جنګېدونکي عناصر هڅولي دي.

خو اوس داسي نښې نښاني لږ ترلږه د پاکستان په ملکي چارواکو کې لیدل کېږي چې د خپل هیواد له دې ډول پالیسۍ سره مخالفت کوي او وايي چې سوله نه یوازې د افغانستان بلکې پاکستان په ګټه هم ده.

خو لا هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو په دریځ کې پر بدلون باور نه شي کېدای.

د پاکستان د مشرانو جرګې موظفې کمېټې په دې تاکید وکاوه چې په افغانستان او پاکستان کې کورنۍ پخلاینې ته سخته اړتیا ده، پاکستان، که ورڅخه وغوښتل شي، باید په افغانستان کې د پخلاینې خبرو ته زمینه برابره کړي او درستې سیمه ییزې ټولنې باید په سیمه کې د سولې د راوستلو په هلوځلو کې شاملې وي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر حاجي عدیل، چې د نشنل عوامي ګوند غړی دی، وویل چې حاضردمه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې ۳ ملیونه او ۷ لکه افغان کډوال اوسي.

ده وویل:« که د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې سوله راشي کډوال ښايي بېرته خپل هیواد ته لاړ شي. خو که د نړیوالو ځواکونو په وتلو پسې یو وار بیا افغان جګړه مار فعال شي، بیا نو د لا زیاتو کډوالو د راتګ تمه کولی شو.»

پاکستان ته د نورو کډوالو د ورتګ د احتمال تر څنګ له افغانستان څخه د حملو لپاره د پاکستاني طالبانو د کار اخیستلو امکان ښايي د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان په وړاندې د خپلې پالیسۍ بدلولو ته وهڅوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *