تاند- د پاکستان پارلمان به نن د اصف علي زرداري پر ځای نوي ولسمشر ته رایې ورکړي.

د اصف علي زرداري د کار موده د سږکال په سپټمبر کې، چې د سنبلې له اتلسمې سره برابرېږي، پای ته رسېږي.

د مسلم لیګ نون یا نواز ګروپ، چې په ملي اسمبلۍ او د پنجاب په صوبايي جرګه کې اکثریت لري د خپل ګوند غړی او د سند صوبې پخوانی ګورنر ممنون حسین د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړی دی.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند، چې ځان په ملي جرګه کې دوهم ستر لوری ګڼي، تقاعد شوی قاضي وجیه الدین احمد د نوازشریف د کاندید په وړاندې نومولی دی.

پیپلز ګوند، چې د مسلم لیګ اصلي او تاریخي سیال ګڼل کېږي، تېره اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نېټې د بدلون په اعتراض کې په دغو ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه اعلان کړه.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسون د اګست شپږمه (د اسد پنځلسمه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه ټاکلې وه خو د پاکستان سترې محکمې د نوازشریف د مسلم لیګ له لوري د انتخاباتو په نېټې کې د بدلون راوستلو په اړه دلایلو ته په کتو تایید کړه چې انتخابات دې د جولای په دېرشمه وشي.

پر دې اساس سبا د اسد اتمه/جولای دېرشمه/ د پاکستان ولسمشر غوره کېږي خو زرداري به لا هم د سپټمبر د لومړۍ اوونۍ تر پایه د ولسمشر په توګه کار ته دوام ورکړي.

د پیپلز ګوند کاندید سناتور رضا رباني د سترې محکمې د پرېکړې په اړه وویل چې د دې محکمې ناببره پرېکړې دوی ته د تبلیغاتو لپاره وخت نه دی پرې ایښی، نو غوره بولي چې انتخابات بایکاټ کړي.

د مولانا فضل الرحمن په شان ډېرو اپرچونستو ګوندونو هم ویلي چې د واکمن ګوند کاندید ته به رایې ورکړي.

که څه هم په پاکستان کې ولسمشري تر ډېره تشریفاتي چوکۍ ده او عموماً د هغه ګوند کاندید ولسمشر غوره کېږي چې په ملي جرګه کې اکثریت لري خو د دغه هیواد له قانون سره سم ولسمشر د پاکستان د ملي جرګې، مشرانو جرګې(سنیټ) او د څلورو ایالتي جرګو د ۱۱۲۴ غړیو په رایو غوره کېږي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د غړیو شمېر۱۰۳ دی، ملي جرګې ۳۲۴ غړي لري. خو د صوبايی جرګو د غړیو شمېر له یو بل سره توپیر لري.

تر ټولو زیاتې چوکۍ پنجاب لري. د پنجاب د صوبايي جرګې د غړیو شمېر ۳۵۲ دی، ورپسې سند۱۶۳، خیبر پښتونخوا ۱۲۰ او بلوچستان ۶۱ غړي لري.

سره له دې چې پښتانه په پاکستان کې له پنجابیانو وروسته تر ټولو لوی قوم دی خو د دغه هیواد په پارلمان کې لږې چوکۍ ورته حداقل چوکۍ ترلاسه کولی شي. د پاکستان انتخاباتي حوزې په داسي ډول تنظیم شوې چې په خیبر پښتونخوا کې د نفوس په پرتله لږې چوکۍ په نظر کې ونیول شي. دغه راز په بلوچستان کې د پښتني سیمو نفوس ته له پامه پرته انتخاباتي حوزې ټاکل شوي. په سیند کې، چې په ملیونونو پښتانه اوسي انتخاباتي حوزې په داسي ډول غوره شوي چې تقریباً هیڅ پښتون ونه کړای شي د پاکستان ملي جرګې یا د سند صوبايي جرګې ته بریالی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *