یمن

تاند- د پاکستان دفاع وزیر تایید کړه چې د دغه هیواد پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ايتلاف قوماندان ټاکل شوی دی.

د یمن د جګړې لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د ۲۰۱۵ م کال په دسمبر کې جوړ شو.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون /جمعه/ د پاکستان جیو تلویزیون ته وویل چې راحیل شریف په ریاض کې د سعودي عربستان په مشرۍ له ايتلاف سره د یوځای کېدو په اړه د پاکستان د حکومت او پوځ موافقه ترلاسه کړې ده.

راحیل شریف د تېر ۲۰۱۶ کال په نوومبر کې تقاعد شو.

سعودي عربستان په یمن کې د حوثيانو پر ضد، چې شیعه دي او د ایران له ملاتړه برخمن دي، د ابو ربه په مشرۍ د یمن د منل شوي حکومت ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *