د افغانستان جګړه د اسلام او کفر جګړه نه بلکې د افغانستان پرضد د پاکستان جګړه ده چې د اسلام په نامه یې ترسره کوي او زموږ مشران یې نه برلاس کوي. د پاکستان لخوا د افغانستان اشغال پټه موضوع نه ده خو زموږ مشرانو له ولس پټه کړې ده ځکه خو هره ورځ زور نیسي او مخه یې نه نیول کېږي. طالب مشران، د هغوی ټول کمېسیونونه، د هغوی کاري ټیمونه او د هغوی روزنیز مرکزونه ټول په میرانشاه، پېښور، کراچۍ او نورو سیمو کې د پاکستاني پوځ تر څارنې او ساتنې لاندې کار کوي. د افغانستان د جګړې ټوله رهبري د پوځ د مشرانو په لاس کې ده. د ملا هغه آخوند او ملا دغه آخوند په نامه جګړه رهبري کوي.

د پاکستان پوځ له کوټې، مېراشاه او قبایلي سیمو څخه د افغانستان په ټولو برخو کې قطعې، ډلګۍ او ګروپونه تنظیموي. وسلې ورکوي او امکانات ورته برابروي. داخلي ګروبونه او ډلې په لسګونو او سلګونو ځوانان جذبوي او دې ځوانانو ته د هغوی د عمر او ظرفیت مطابق دنده ورسپاري. په چا باندې همدلته ډېره بې رحمانه جګړه کوي، چې پولیس ووژني، ملي اردو ووژني، د حکومت مشر او کشر مامور په ډېره بې رحمۍ سره ووژني.

ډېر نور یې په غلاوو، د ښوونځيو او تعلیمي مراکزو په بندولو، د پلونو، سړکونو او نورو عام المنفعه تاسیاتو په تخریب او یا د هغو د جوړولو په مخنیوي مصروف کړي. یوه ډله خلک یې د افغانستان په نظام کې دننه داخل کړي، چې د ملي اردو، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د شمېر، حساسو ځایونو، درسي نصاب، د ښوونکو د نومونو او دېته ورته نورو چارو مصروف کړي دي.

همدارنګه د پاکستان اشغال په ټولنیزو رسنیو کې د عامه ذهنیت د ځان پرلور پر څرخولو پراخه پیمانه کار کوي. څوک په انفرادي ډول کار کوي، څوک په ګروپي ډول کار کوي او په خپله هم له پاکستان څخه د طالبانو په نامه: توره بوړه، امارت، صمود، شهامت… خپرونې کوي، ځینې بیا په خپلواک خو مستقیم د آی اس آی تر لارښوونې لاندې خپرونې کوي لکه آسیاټکی کام، خبرپاڼه او ژمن…

د افغان حکومت په بدنه کې د ننه یې د “هم خرما او هم ثواب” سیاست روان کړی. ځینو ملکي او نظامي مشرانو ته وايي چې دا پیسې او دا امتیازات اخلئ، دا ستاسې لپاره تحفه او چې له موږ سره مرسته کوئ نو دا کار له اسلام څخه دفاع ده چې دا ستاسې لپاره ثواب دی. په دې سره هغوی هم د پاکستاني اشغال په مقابل کې جدي اقدام نه کوي، بلکې مرسته ورسره کوی او امکانات ورته برابروي. او له همدې لارې خپل شخصي کاروربار او ګټې هم مخ ته وړي.

بل لوري ته د افغانستان مشرتابه پخوانی ولسمشر حامد کرزی او اوسنی اشرف غني سل په سل په دې قانع دي، چې د پاکستان د اوسني اشغال او د شوروي د اشغال ترمنځ هېڅ توپیر نشته. خو دوی طالب ته یا د ورور او یا هم د ملګري خطاب کوي او داسې هېڅکله نه وايي چې او ولسه موږ د پاکستان تر اشغال لاندې یو. ولسه ستاسې وطن پاکستانیانو اشغال کړی دی او غواړي، چې ستاسې خپلواکي سلب کړي.

له همدې ځایه ده چې د طالب او پاکستاني مخه نه نیول کېږي. هره ورځ یې زور زیاتېږي خو کمېږي نه. هره ورځ افغانان په سرو وینو کې لمبېږي، هره ورځ افغانان یتیمان کېږي، هره ورځ افغانان د پاکستاني اشغال لپاره د اسلام او کفر په نامه وژل کېږي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې پاکستان په ټول افغانستان او په تېره بیا په پښتو سیمو کې اور بل کړی، ښوونځي نه پرېږدی، پراختیايي چارې نه پرېږدي، خلک له حکومت سره کار کولو ته نه پرېږدي. بانه امریکا خو جګړه یې د افغانانو پرضد روانه کړې ده.

د ګډ حکومت په چارواکو غږ کوو، چې لږ له خدایه وډار شئ، لږ مو عقل سر ته را ولئ. نور له ولس سره پټ پټونی مه کوئ. حکومت د سر په سترګو ویني، چې طالبان ټول په پاکستان کې اوسېږي او له هغو ځایه را ځي. مګر بیا هم نه وايی چې ولسه دا جګړه د اسلام او د فکر جګړه نه ده بلکې دا جګړه د پاکستان لخوا زموږ په هېواد روانه ده.

په عام ولس کې له طالب سره یو څه خواخوږي ځکه ده، چې هغوی ځان د اسلام مدافعین بولي. پوچ تبلیغات کوي. نو ولس ته په ښکاره او صراحت سره ووایاست چې پاکستان موږ اشغال کړي یو. پاکستاني اشغال تکتیکونه ورته روښانه کړئ. په موږ باندې یې طالب او نور ترهرګر تحمیل کړي دي. دا څوک چې د حکومت او نظام په مقابل کې جګړه کوي، دا د پاکستان د آی اس آی لښکر دي. ولس ته په ښکاره ووایاست چې له طالب سره ناآګاه ډول مرسته مه کوئ.

افغان چارواکو ستاسې د دې سیاست له کبله اشغالګرو ستاسې په داسې منلي چې هغوی ته مجاهد وايي خو ستا عسکر چې د اشغالګر په مقابل کې ځان قرباني کوي، هیڅ شی دی. هغوی خپل مړی ستا په ولس د شهید په توګه منلی خو ستا عسکر هېڅ نه دی. هغوی د ولس په هر ځای کې آزاد ګرځي خو ستا سرتېری له قرارګا په ډاډه زړه نه را وځي. دا ولې؟؟!!!

دا ځکه چې تاسې خپل ولس د پاکستاني اشغال په اړه په صراحت سره نه دی خبر کړی. ولس ته مو په صراحت نه دي ویلي، چې ولسه پاکستان اشغال کړي یو. ولس ته مو د پردې ترشا روانې خبرې نه دي روښانه کړې. نور باید د پاکستان د جګړې هویت باید روښانه او د ولس په مرسته د پاکستاني او پنجابي اشغال مخه ونیسئ.

One thought on “د پاکستان پر وړاندې زموږ د مشرانو چوپتیا/ محمد هلال سمسور”
  1. ډېره ښه ليکنه ده. داسې نورو ډېرو لېکنو ته ضرورت دئ. که خدای وکا چې زموږدخلکو ذهنونه يو څه روښانه شي.
    خو يو تريخ حقيقت دا ده چې ډېري پښتني سيمې داسې ښکاري لکه پنجاب چې اشغال کړي وي.د دښمن پيسه کاروي. پدې سيمو کې ټول کاروبارپه کلدارو کېږي.ددې سيمو بعضې اوسېدونکي پنجاب ته ډېر تمايل لري. حتی بعضې لوستي پښتانه هم پاکستان ته ډېر وفادار دي. دا دفکر وړ ده چې ستاسې داسې ښه ليکنه د ګوتو په شمار خلکو خوښه کړې. که دې د پنجاب په ګټه يا داسې شې ليکلي وی چې د پنجاب د ګټو په دفاع کې وی نو په سونو خلکو به اوس په اجتماعي مډيا کې پرې خبرې کولې.
    تاسې به هم کېدی شي متوجه شوي ياستئ چې کله دپنجابيانو يا ددوی داجنټانو(طالبانو)په وسيله دافغانستان د ورانۍ يا د عامو خلکو دژوبلېدو خبر وي نو په يو شېبه کې ډېرو خلکو خوښ کړی وي چې سړی ورته حيران شي چې دا څنګه انسانان دي؟

    دا به له انصافه لرې خبر وي چې ټول بار په مشرانو واچول شي. ټول خلک پوهېږي خو څوک ځان نه پوهوي.
    يو ځل بيامننه له ښې ليکنې نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *