ټرمپ

تاند- د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ وروستی ټویټ یا ټویټري پیغام د ده تر ټولو ټویټونو له زیات هرکلي سره مخامخ شوی دی.

ټرمپ پرون د نوي کال په لومړۍ ورځ ولیکل«د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ ملیارد ډالره زیاته مرسته ورکړه، او دوی د دې په وړاندې بې له درواغو هیڅ رانه کړل. دوی هغو تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکړل چې موږ یې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو…»

د ښاغلي ټرمپ دا پیغام د ده تر نورو ټولو پیغامونو د ټویټر د کاروونکو له لوري زیات خوښ (لایک) شوی دی.

دا ټویټ تر (۲۵۳۰۰۰) زیات لایک شوی، تر (۸۵۰۰۰) وارې زیات بیا ټویټ یا شریک شوی او تر ۴۶ زره زیاتې تبصرې پرې شوي دی.

ټرمپ په ټویټر کې نژدې ۴۷ زره پیغامونه (ټویټونه) لیکلي او تر ۴۵ ملیونه زیات تعقیبوونکي یا فالوورز لري.

د ټرمپ څرګندونې د افغانانو له پراخ هرکلي او د پاکستاني چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *