د بلوچستان په مستونګ کې دشیعه زیارت والو پر بس له حملې وروسته د کوټه په علمدار واټ کې دمړیو له جنازو سره یوځاي دخلکو مظاهرې دوام لري.
دځايي رسنیو له راپور سره سم مظاهرچیان چې دخپلو خپلوانو له مړیو سره په سړې هوا کې پرلتۍ وهلي وايی ترهغه ېې
چې غوښتنې ونه منل شي مظاهرې به دوام ولري .
په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، حیدرآباد، ملتان، سکر، نواب شاه، شکارپور او په تیره بیا کویټه کښې د پاکستان د خلکو اعتراضي ناسته له پرونه پيل شوې او تراوسه لا دوام لري.
د دغو پرلتیو له امله په یادو ښارونو کښې ډیرې الوتنې لغوه شوې دي او تجاري، اداري او روزنیز مرکزونه هم بند شوي دي.
د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د وژل شویو کسانو خپلوانو مړي تراوسه نه دي ښخ کړي او د اعتراض په توګه یې د هغوي جنازې هم له ځان سره ایښې دي.
په همدې حال کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی پرون له پرلت وهلو سره په کتنه کښې هڅه وکړه چې هغوي د دغې اعتراضي ناستې ختمولو ته مجبور کړي.