تاند- پاکستاني رسنۍ د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس وايي چې یوې غښتلې جاسوسي ډلې د هند او پاکستان په استخباراتي ادارو کې نفوذ کړی او د دواړو هیوادونو مهم استخباراتي معلومات یوه ناڅرګند هیواد ته لېږي.
ایکسپریس نیوز د رویټرز له مخې ادعا وکړه چې د هند او پاکستان د استخباراتي ادارو پټ معلومات له ۲۰۱۶ څخه وړل کېږي او تراوسه پورې معلومه نه ده چې دا کار څوک کوي.
رویټرز افشا کړې چې دا ستر جاسوسي فعالیت د څو وړو ډلو له لوري کېږي خو په مجموع کې دا کوچنۍ ډلې د یوې لویې موسسې یا ادارې لپاره کار کوي چې یو هدف لري.
دغه ډلې د پاکستان د پوځ استخباراتي سیستم ته ننوتي او له لېرې یې په هغو کې راز راز سافټ وېرونه فعال کړي او په وسیله یې پټ معلومات باسي.
راپور وايي چې تراوسه پورې دغو سافټ وېرونو ته د کشمیري بېلتون غوښتونکو او د اسیا د امنیتي ادارو په اړه معلوماتو لومړیتوب لرلی دی.
تراوسه پورې پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د پوځ ویندوی دا خبره ردوي چې ګنې جاسوسي شبکو د دوی په استخباراتي سیستم کې درز کړی دی.