په ټوله نړۍ کې د افغانستان بيرغونه ورپېدل. دا اوس د ولسمشر کرزي د حکومت د سياسي قاموس سرخي جوړوي. مانا يې دا ده چې يوه لويه لاسته راوړنه ده او همداسې هم ده.
د نړيوالو تعاملاتو په اړه محاسبې د دولتونو له هويتونو پيلېږي او دولتي هويتونه په دغسې وړو وړو اډانو ولاړ دي. افغانستان دا مهال له شاوخوا اتيا هېوادونو سره ديپلوماتيک او سياسي روابط لري، چې له شکه پرته يو مهم پرمختګ دی، خو موږ هېڅکله دا پوښتنه نه ده مطرح کړې، چې دا څنګه روابط دي؟ موږ تر اوسه پورې په بهرنيو اړيکو کې د سفير تر څنګ يوه بل شخص ته اړتيا لرو، چې د تفاهم پر چينلونو وپوهېږي.
په واشينګټن کې د افغان سفير اکيل حکيمي په مشرۍ له امريکا سره د امنيتي تړون خبرو څو مياشتې وخت ونيو، چې بالاخره ولسمشر کرزی اړ شو، دا کار خپلو دوو لوړ پوړو سلاکارانو اشرف غني احمدزي او رنګين دادفر سپنتا ته وسپاري.
زما په فکر د افغان چارواکو رسمي سفرونه هم اوس د افغان دولت د سياسي قاموس سرخيانو ته برابر شوي دي او که وشي چې ولسمشر کرزی يې پاکستان ته په شلم سفر سره شل کړي، بيا کېدای شي د سفرونو ډېرښت د امتياز او وړتيا معيار هم وټاکل شي.
د ولسمشر سفر ته غبرګونونه په طبیعي ډول دوه ډوله دي. يو هغه دي، چې بيخي يو عادي سفر يې بولي او د نورو ۱۹ په څېر به يې پر سبا يوازې دومره ويل کېږي، چې ولسمشر ولاړ او ولسمشر راغی.
خو ځينې نور بيا دا سفر يو توپيري سفر بولي. توپير يې څه دی، يوزاې دا چې په پاکستان کې نوازشريف واکمن شوی او د زرداري ځای ناستی هم يو بل څوک دی.
دغه راز تر سفر مخکې د ولسمشر ديپلوماسي د دغه سفر د اهميت دويمه سرچينه ده، چې لومړی يې له پاکستان څخه ځان داسې و نيو چې ګني که لارې ته رانه شي نو دی به هلته سفر و نه کړي.
د سفر د اجنډا خبره هم څو ورځې په رسنيو کې ګرځېده او دا چې د يوه سفر اجنډا دومره ډېر وخت نيسي طبیعي خبره ده، چې سفر ته اهميت ورکوي.
درېيمه او وروستۍ خبره دا ده، چې ولسمشر کرزي هم له ډېره وخته د دغسې يوه سفر لپاره تابيا لرله. څو مياشتې مخکې يې هم وويل، چې پاکستان ته يې ۱۹ ځله سفرونه کړي او بيا يې دا وويل چې شلم سفر به يې هغه وخت وي، چې پاکستان د افغانستان له غوښتنو سره سم پر مخ ولاړ شي.
د ولسمشر د سفر مستوي په اصل کې له همدغو دريو ټکو تېره شوې ده او د دې له تحليل وروسته موږ بېرته هم دې نتېجې ته رسېږو، چې شلم سفر به هم يو عادي سفر وي.
موږ د ولسمشر کرزي په ګډون د افغانستان په تړاو د طالبانو هر عمل او هره وينا د پاکستان دیکته او د پاکستان فکر ګڼو، نو دا وينا ولې ترې مستثنی ده، چې طالبان وايي له افغان حکومت سره سولې ته بېړه نه لري، ځکه هسې هم بهرنيان وځي او کيسه يوې خواته کېږي.
کله چې طالبان دا خبره کوي آیا پاکستان به په دې فکر کې نه وي؟ که ځواب منفي وي نو یو فوق العاده بدلون راغلی او که مثبت وي نو بيا څه تمه په کار ده. ولسمشر کرزي په خپله ځانګړې ديپلوماسۍ سره له ملا برادر څخه سره هګۍ جوړه کړې ده.
دغه طالب قوماندان د ۲۰۱۰ کال په فبروري کې په پاکستان کې ونيول شو. تر نيول کېدو وروسته يې اوازې خپرې شوې، چې هغه د سولې لپاره کار کاوه نو ځکه پاکستان ونيو.
دی اوس د پاکستان په زندان کې دی او د ولسمشر کرزي يوه مهمه غوښتنه به دا وي، چې ملا برادر خوشې شي. د ملا برادر خوشې کېدل په دوو ليد لورو کې د غور وړ دي. لومړی که ملا برادر هم د ملا نور الدين ترابي په څېر شي او د منننې برېښناليک يې هم د جنګي طالبانو وياند رسنيو ته ولېږي، نو بيا به ولسمشر ته څه ورپاتې شي، په سوله کې به کوم خوند پاتې شي او د خلکو د لېوالتيا حد به څه وي.
دویم، که ملا برادر افغانستان ته راشي آیا ملا برادر به معجزه وکړي؟ کابل له څو کلونو راهيسې د ملا برادر په څېر مهمو طالبانو کوربه دی چې شاهانه ژوند پکې تېروي. ملا سلام ضعيف، مولوي وکيل احمد متوکل، اکبر اغا او ملا عبدالرازق ټول د ملا برادر د کچې خلک دي. دوی نه يوازې د افغان حکومت مرسته نه کوي، بلکې سم سنګرونه يې جوړ کړي او ان ولسمشر کرزی پخپله خوله هم هغې خبرې ته اشاره کوي چې ملا ضعیف يې په رسنيو کې کوي.
دغه بېلګې د ملا برادر خوشې کولو ته هم زموږ هيلې کموي. البته په دې کې هم شک نشته، چې ملا برادر به له زړه سوله غواړي، خو آیا دا خبره چا محاسبه کړې، چې په جنګېدونکو طالبانو او يا هغو کسانو کې د ملا برادر خبره څومره تاثیر لري، چې ګوله يې د توپک په ګولۍ کې ده.
په پام کې وه، چې ولسمشر په دغه سفر کې يوازې له ولسمشر او لومړي وزير سره وګوري خو د راپورونو پر بنسټ يې دغه سفر لږ نور هم اوږد کړی دی.
زما په باور د ولسمشر دغه سفر کېدای شي پاکستان ته د هغه د واکمنۍ وروستی سفر شي او د پاکستان مېلمه پالنه هم کېدای شي همدغسې تعبير شي، چې هغه په وروستي ځل نازوي.
پاکستان په دوو شيانو کې تر ډېرو دولتونو وړاندې دی. يو په لابي او بل په سياسي مېلمه پالنه کې. دوی ته چې کوم افغان پلاوی ورځي نو د چکلالې له هوايي ډګره تر اسلام اباده پورې په چورلکه کې بيول کېږي او په اسلام اباد کې يې د چورلکې د ناستې پر ځای سرې غالۍ هوارې وي. دا د درېميې نړۍ يا اوسنۍ وروسته پاتې نړۍ د چارواکو طبيعت دی چې په دغسې چلند سره اغېزمن کېږي. زموږ پر چارواکو د پاکستان د مېلمه پالنې د اغېزې ډېرې زياتې کېسې دي.
کله چې دفاع وزير پاکستان ته ولاړ، نو پنځه ورځې يې هلته تېرې کړې او له هغې خوا چې راستون شو، ولسمشر ته يې د پاکستان د مېلمه پالنې د صفت تر څنګ دا هم وويل چې: ((يو څه ګناه زموږ هم ده.))
له محور ورځپاڼې په منننې.
سلام دجناب ولسمشرداسفر پاکستان ته هیچ کومه نتیجه نه ورکوی صرف دومره نتیجه ورکوی چی لالاکرزی کابل ته راستون شی اوترشا ورپسی لس انتیحاریان راولیژی او بی گناه افغانان شهیدان کری
بیا وایی چی داستاسو سره دپاکستان مرستهده زکه هغوی طالب مشران دسه لپاره ساتلی دی
اوبله داچی
دملابادرخوشی کول کومه گته نلری که حوشی هم شی په دریمه ورز بیا دخپل جناب سنگ ته ورزی
مننه
Karzai da yao mashoom na kam na dai.Pa da ke da mashrane hiss salahiyat nashta.Doomra bewaqoof dai che khalis afghanai mas’ala ke Pakistan ta da mudakhilat dawat warkawee.Halaka pa khpal watan ke da mas’ale hal walatawa ao nor cha ta da moqa ma warkawa che da Afghanistan khalis andarooni khabaro ke gute owahee.Ajeeba sarre ye yar yao taraf ta chaghe wahai che Pakistan pa Afghanistan ke laswahana kawee ao bal taraf ta pa khpala warta da mudakhile dawat warkawai.Lag da hukumat kawalo chal zda krra ao pa zan pore khalak ma khandawa.