تاند- د پاکستان د سند ایالت د پولیسو عمومي قوماندان وايي پرېکړه یې کړې چې د دې ایالت د پولیسو په دفترونو کې نرښځیان وګوماري.
ډاکتر کلیم امام ویلي چې له جرمونو سره د مبارزې د بریالیتوب لپاره د ټولنې د هرې پرګنې ملاتړ پکار دی.
په پاکستان کې په ځلونو نرښځیانو شکایت کړی چې پولیس د دوی خلاف د زور زیاتیو دوسیې نه ثبتوي.
دوی دغه راز وايي چې په ټولنه کې په بده سترګه ورته کتل کېږي خو که په دولتي ادارو؛ په تېره بیا د پولیسو په لیکو کې وګومارل شي، ممکن ټولنیز حثیت یې ښه شي.
د سند د پولیسو عمومي قوماندان وايي چې د دې ایالت د پولیسو په دفترونو کې د نرښځیانو ګومارل به سبب شي چې د پاکستان د نورو صوبو چارواکي هم نرښځیانو ته په دولتي ادارو کې د دندو فرصت ورکړي.
د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۰۹ م کال په یوه حکم کې ویلي و چې د دولت ټولې ادارې مکلفې دي چې نرښځیانو ته ونډه ځانګړې کړي خو د نرښځیانو د حقونو ملاتړ کوونکي وايي چې د پاکستان د سترې محکمې له پرېکړې سره سره لا هم په دولتي ادارو کې نرښځیانو ته د کار کولو موقع نه ده ورکړل شوې.
په پاکستان کې د نرښځیانو دقیق شمېرب نه دی څرګند. په ځینو سرشمېرنو کې ۳ لکه ثبت شوی خو په ځینو کې تر دې خورا لږ ښودل کېږي.
ویل کېږي چې ډېری نرښځیان نه غواړي چې ځان افشا کړي ځکه چې بیا په ټولنه کې ځورول کېږي.
د ۲۰۱۸ په مې میاشت کې په پاکستان کې له نرښځیانو سره د هر ډول تبعیض خلاف قانون تصویب شو.