تاند- د پاکستان د بلوچستان ایالت د جهل مګسي په فتح پور زیارت کې انتحاري حملې لږترلږه ۱۲ تنه وژلي او په لسګونو نور ژوبل کړي دي.
د سیمې د روغتون یوه ډاکتره رخسانه وايي چې روغتون ته د ۶ تنو مړي او دغه راز ۲۵ ټپیان وروړل شوي خو دا وېره لري چې د تلفاتو شمېر به تر دې واوړي ځکه چې یو شمېر ټپیان مرګیحاله دي.
په مرګ ژوبلو کې پولیس هم شامل دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، حمله کوونکي خپل انتحاري واسکټ د زیارت د اصلي دروازې مخته د پولیسو د تلاشۍ په ځای کې وچاوداوه.
راپورونه وايي چې نن په دغه زیارت کې میاشتنۍ مېله وه.
دا چاودنه یوازې څو ساعته وروسته له دې وشوه چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې عمومي ريیس ډګرجنرال اصف غفور په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د تروریستانو د یو مخ ځپلو او په دې برخه کې د پوځ د بري په اړه څرګندونې وکړې.
غفور همداراز ادعا وکړه چې په پاکستان کې اوس د هیڅ تروریستي ډلې مرکز او پناهځای نشته.