تاند- پاکستاني پولیس وايي، د هغو سړو د نیولو هڅه کوي چې یوه اومیندواره ښځه یې د خپلې کورنۍ د خوښې خلاف د واده کولو په خاطر سنګسار کړې ده.

پر پنځه ویشت کلنې فرزانه پروین او د هغې پر خاوند لسګونو سړو، چې د هغې د کورنۍ غړي هم پکې شامل ول، د سې شنبې په ورځ د لاهور د محکمې مخته حمله وکړه.

دوی د فرزانې د کورنۍ له لوري د شوي شکایت د ځواب ویلو لپاره محکمې ته تللي ول. د هغې د کورنۍ له خوا په وړاندې شوې عریضه کې ادعا شوې وه چې فرزانه د خپل مېړه له لوري تښتول شوې ده.

د فرزانې خاوند وايي، پولیس لاس تر زنې ولاړ ول او پر هغې یې د ډبرو د وېشتلو مخه ونه نیوله.

د هغې په نس کې درې میاشتنی ماشوم و.

فرزانه پرون خاورو ته وسپارل شوه.  د هغې پلار له پېښې وروسته ونیول شو.

د فرزانې مېړه محمد اقبال د خپلې مېرمن د قاتلانو لپاره د قصاص غوښتنه کړې ده.

د فرزانې د قتل په اړه نن ماښام صدراعظم نوازشریف ته راپور وړاندې کېږي.

راپورونه وايي چې نوازشریف د پنجاب ایالت اعلي وزیر شهباز شریف ته سپارښتنه کړې چې د دې «ظالمانه» قتل عاملان ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

نوازشریف ویلي:«دا غمجن جرم د زغملو نه دی او په تېره بیا د پولیسو په وړاندې پر حامله ښځې ناځوانمردانه حمله په هیڅ صورت د منلو نه ده.»

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرې ناوي پیلي د پاکستان له حکومته په کلکه وغوښتل چې په خپل هیواد کې د ناموس په نوم د قتلونو د مخنیوي لپاره چټک او کلک ګامونه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *