تاند- د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا وايي، د دغه هیواد ۱۷ پوله ساتي د پاکستان په پوله کې له وسله والو کسانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د ایرنا له راپور سره سم په دې نښته کې، چې تېره شپه د سیستان او بلوچستان ایالت د سراوان په بلوچ مېشته سیمه کې ونښته، پنځه نور ایراني سرحدي ځواکونه ژوبل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې چارواکي په دې اړه څېړنې کوي چې معلومه کړي ایا وسله وال حمله کوونکي د مخدرو موادو قاچاقبر ول او که د ایران د حکومت مخالفان.

بلوچ بېلتون غوښتونکي په دې سیمه کې له ډ‌ېرو کلونو راهیسي له ایراني ځواکونو سره جنګېږي.

اکثره د ایران دامنیتي ځواکونو له لوري د قاچاقبرو او سیاسي مخالفانو د وژلو خبرونه ورکول کېږي خو دا لومړی ځل دی چې په وسله واله نښته کې ایراني امنیتي ځواکونو ته د دومره زیاتو تلفاتو خبر د ایران دولتي خبري اژانس خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *