تاند- د پاکستان استخباراتو د دغه هیواد د جماعت اسلامي ګوند پر مشر په دې خاطر نیوکه وکړه چې د طالبانو د تحریک وژل شوی مشر حکیم الله مسود یې شهید بللی دی.

د پاکستان د پوځ د استخاباتو د ادارې ویندوی د جماعت اسلامي ګوند د  امیر سید منور حسن له لوري په یوه تلویزیوني خپرونه کې حکیم الله مسود ته شهید ویل غیر مسوولانه او د انحراف سبب وباله او د نوموړي دا خبره یې په کلکه وغندله.

د جماعت اسلامي امیر سید منور حسن د طالبانو د تحریک مشر حکیم الله مسود، چې د نوومبر په لومړۍ نېټه د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، شهید بللی و.

خو د پاکستان آی ایس آی وايي چې دا ډول څرګندونې د زرګونو پاکستاني پوځیانو او بېګناه ملکیانو بې عزتي ده.

د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې د ویندوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د شهیدانو کورنۍ او د هغوی قربانۍ د سید منورحسن تایید او تصدیق ته اړتیا نه لري.

پاکستاني طالبانو د خپل مشر په وژنه کې د پاکستان پوځ او استخبارات په رول لرلو تورن کړي او ویلي یې دي چې خپل غچ به د پنجاب په شمول په ټولو سیمو کې له پوځ او حکومتي چارواکو څخه واخلي.

د آی ایس آی د ویندوی له قوله ویل شوي چې د جماعت اسلامي ګوند د امیر له لوري حکیم الله مسود ته شهید ویلو د پاکستان د عامو خلکو او پوځ د «شهیدانو» د کورنیو احساسات ژوبل کړي او سید منور حسن باید په دې خاطر بخښنه وغواړي.

د پاکستان پوځ له جماعته اسلامي څخه دا غوښتنه هم کړې چې د خپل امیر د څرګندونو په اړه د ګوند رسمي دریځ اعلان کړي.

تر دې مخکې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د دغه هیواد په پارلمان کې ویلي و چې حکیم الله مسود ته د دې لپاره شهید وايي چې امریکایانو وژلی دی. فضل الرحمن ویلي و، هر څوک چې د امریکایانو له لوري ووژل شي هغه ته شهید وايي. د اسلام اباد لوړې محکمې (استیناف) د فضل الرحمن پر خلاف د دوسیې د جوړولو اعلان وکړ. د محکمې قاضیانو ویلي چې مولانا فضل الرحمن د اسلام سپکاوی کړی دی.

جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام د پاکستان د ځینو نورو مذهبي ګوندونو په شان له پوځ سره نژدې اړیکې لري ځکه چې دواړه خواوې په افغانستان او هندوستان کې ګډ هدفونه تعقیبوي.

5 thoughts on “د پاکستان پوځ: د جماعت اسلامي مشر باید رسماً بخښنه وغواړي”
  1. هیله ده چې دغه منافقین چې لاسونه یې د میلیونونو افغانانو په وینو سره دي پخپلو کې د ځناورو په څېر سره وخوري.

  2. دا هسی د پاکستان او پنجابیانو دسیسي دي
    دوی نه له خدای ویریږی نه له رسوله اونه له قرانه
    که داسې نه وی نو دا حالت چې دی تورمخو پنجابیانو په افغانستان راوستی کله به هم په مسلمان یا کافر رانشی.
    خدای دی دوی هم د مسود په شان خپل په سزآ ورسوی

  3. ډیر ښه کاری کړی ده پریږدی چی هغه خلکوته دشهید خطاب وشی چی آی اس آی ته سرخوږی پیدا کوی دا ډیره ښه خبره ده هغه څوک چی دپاکستان خلاف جنګیګی هغه ته شهید وویلی شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *