عام ولس د ملي دفاعي ځواکونو ترڅنګ د خپلې خاورې دفاع کوي

تاند- له خوست څخه د وروستي خبر پر اساس د پاکستاني پوځیانو د یرغل د مخنیوي په لاره کې د افغانستان د سرحدي ځواک یو پولیس او د ځاځي میدان یو اوسېدونکی شهیدان شوي دي.

د ځاځي میدان اوسېدونکي وايي چې د دوی دوه ځوانان شهیدان شوي خو پنجابیانو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا د خوست د والي ویندوی بصیرخان رسنیو ته ویلي چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

بصیر خان وايي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو هڅه وکړه چې په ځاځي میدان ولسوالي کې د افغان سرحدي پولیسو یوه پوسته ونیسي خو د افغان ځواکونو او د سیمې د خلکو له غبرګون سره مخامخ شول.

د خوست ځینې نور امنیتي چارواکي د ۶ پاکستاني پوځیانو یا ملېشو د وژل کېدو خبره کوي.

د یوه بل خبر له مخې، ځاځي میدان ته د ملي اردو او ملي پولیسو یو شمېر کومکي ځواکونه استول شوي چې د سیمې اوسېدونکي د پاکستاني پوځیانو د یرغل په وړاندې وساتي.

د ملي اردو سرتېري د خپلې پوستې له بېرته نیولو وروسته د پاکستان بیرغ ایسته کوي

د ۳۰۳ سپینغر پولیس ځواک سرپرست قوماندان ګل اغا روحاني وویل، کومکي ځواک به د پاکستان هر ډول یرغل ته ځواب ووايي.

د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال شورګل وویل، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو د ځاځي میدان ولسوالي د جهانګیر سیمې ته نژدې پر یوې پوستې ډزې وکړې.

د ده په وینا د افغانانو په ځوابي ډزو ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.

له بلې خوا په سیمه کې ځینو افغان امنیتي چارواکو ویلي چې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستان د دوو وژل کېدا تاییدوي.

راپورونه وايي چې له ۳ تر ۵ پاکستاني پوځیان اسیر شوي دي. په یوه خپره شوې ویدیو کې د پاکستان د پوځ یو جګړن، چې اختر نومېږي، له افغان ځواکونو غواړي چې ۳ پاکستاني پوځیان وروسپاري.

د پاکستان پوځ د خپلو ۲ پوځیانو پر وژل کېدو او د ۵ نورو پر ژوبلېدو اعتراف وکړ

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې لږترلږه ۲ پوځیان یې وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.

د پوځ ویندوی دغه راز ادعا کړې چې د دوی ځواکونه د معمول په شان ګزمه کوله چې د افغانستان د خوست له ولایت څخه پرې حمله وشوه.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې پاکستاني پوځیانو د افغان لوري د ډزو ځواب ونه وایه«د پاکستان پوځیانو له نهايي زغمه کار واخیست چې افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله وانړوي خو پوځ هڅه کوي چې وضعیت بدل کړي.»

خو رویټرز خبري اژانس ته په کورمه ایجنسۍ کې د پاکستان د مرکزي حکومت یوه استازي ویلي ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغان ځواکونو د ډزو په ځواب کې پر هغوی ډزې کړي دي.

نښته د سهار په ۸ بجې پیل شوه او تر ماسپښین ناوخته پورې لا د دواړو خواوو ترمنځ خال خال ډزې روانې وې.

د پېښې د نورو جزییاتو لپاره لومړنی خبر ولولئ

4 thoughts on “د ځاځي میدان ۲ ځوانان او د سرحدي پولیسو یو سرتېری د وطن په دفاع کې شهیدان شوي”
  1. پاکستان د کونړ غوندې د خوست تباهي هم غواړي. خوست کې د ولسمشر هرکلی او د خوست امنیت په پاکستان باندې اور بل کړی دی.

  2. پنجابیان غواړي پدې توګه د ډیورند هغې غاړې پښتنو پام دې سيمې ته راواړوي او پښتانه په خپلو کې په جنګ واچوي . خو دا خوب د هیرا په منډه ای کې ووایی. که د الله ج رضا وه اوس پښتانه ځوانان راويښ شوي دي او ډېر ژر به د پنجابیانو اوربوز په خاورو ومښي.
    ژوندی دې وي د پښتون ژغورنې غورځنګ.

  3. لوی څښتن تعالي دې زموږ ددې غیرتي ځوان شهادت قبول کړي ، او دا تور مخي دي خدا داغسي تورمخي ولري خداي ج دي تبا او برباد کړي ، تل دي ژوندی افغانستان . ترڅو چي یو افغان وي تل به دا افغانستان وي . هلمند

  4. دځاځی میدان په ولس کښي زورواکی وجود نلری چی د خارجی اجنبیو په رهنمای دا غیرتی ولس وغولوی او په ځینو ولایتونو کښي دوستمیان قیصریان ، محقیقیان ، سیافیان ، نور عطایان او قدیریان ددی ولایتونو ولسونه ګروګان دی چی دوی هم په حکومت کښي د امریکا له بی رحمه برکته شامل دی او ملیارډران ئي کړی دی او هم ددوه سره حکومت ( دا هم د امریکا له برکته ) پر ضد لګیا دی اوددوی اکثره شخصی ملیشی ئي هم د حکومت معاشونو کښي شامل دی او هم ددی غولیدلی ولسونه د حکومت پر ضد راپورته کوی که دوی د امریکا څخه ترس نه درلودای نو دوی به د پخوا په شان بیا علنی په قتلونو او ویجاړیو شروع کړی وای ! امریکا دوه مخه چلند په افغانستان کښي کوی که داسی نه وای نو امریکا به هیڅکله دی قاتلانو ته دوباره قدرت نه وای سپارلۍ او ملیارډران به ئي نه کول ! که امریکا واقعآ ددوی دیموکراسی شعارونو ته صادق وای نو دی توریالی او غم ځپلی ملت ته به ئي وخت چانس ورکړۍ وای چی یو ملی با استعداده او صادق حکومت خپله افغانان مینځ ته راولی او اوس هم نا وخته ندی امریکا کولای شی چی خپلی خطاګانی اصلاح او ددی قاتلانو څخه لاس واخلی او ددی قاتلانو څخه ټولی چور شوي ډالرونه ( دامریکا تر نظارت لاندی ) راجمع کړی او افغان ملت ته ئي تسلیم کړی اما دا کار ددوی په پروګرام کښي ندی ! که دا شرائط دوام پيدا کړی بیا به ولیده شی چی قاتل ګلبدین به هم سر را پورته کړی او تیره وحشتناکه صحنه به بیا په ډیر وحشت سره تکرار شی – امریکا که غوښتل ئي طالبان له مینځه یوسی دوی دا کار په ښه صورت سره کولای شوو !!! د افغان ټول ملت په خپل تاریخ کښي متحد د اجنبی دوښمن په مقابل کښي جنګیدلی دی او دافغانستان استقلال او د خاوری ساتل ئي تضمین کړی دی لکه د ځاځی میدان غیرتی ولس ئ مسلسل په اثبات رسوی !!! وروسته به ولیده شی چی دا فتواګانی به د صلحی لپاره نه یوازی ګټه ونلری بلکه دافغان ولس به جهان بی وسه به په ګوته ګړی !!! او ددی عمل سره به د افغان ملت روښانه تاریخ هم تر پښو لاندی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *