تاند- د پکتیا یو شمېراوسېدونکي وايي چې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو په ملاتړ د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالي د مقبلو په نري سیمه کې تاسیسات جوړوي.
د پکتیا ولایتي چارواکي د خلکو ادعاوې نه ردوي او وايي چې دې غرنۍ سیمې ته د افغان امنیتي ځواکونو د تګ په لار کې د دولت وسله وال مخالفان خنډ پېښوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دا سیمه، چې د خوست او پکتیا ترمنځ پرته ده، ډېر ستراتیژیک اهمیت لري او د خوست او پکتیا ډېر خلک په همدې لاره تګ راتک کوي.
د دوی په وینا د مقبلو نری سیمه پخوا د افغان امنیتي ځواکونو په کنترول کې وه او هلته یې څو پوستې لرلې خو په وروستیو کې دا سیمه وسله والو طالبانو نیولې او د پاکستان پوځ د طالبانو له حضوره په استفادې پکې د پوستو او تاسیساتو جوړول پیل کړي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي خان قاسم تاند ته وویل، شپږ میاشتې پخوا افغان امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې عملیات وکړل خو بریالي نه شول چې سیمه تصفیه کړي.
قاسم هم تایید کړه چې د مقبلو د نري په لوړو کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو کار روان دی.
ده او د سیمې څو نورو اوسېدونکو وویل چې له دې سیمې د خوست تر پټان ولسوالي پورې په ټوله لار کې طالبانو د پاکستاني پوځیانو په همکارۍ ماینونه ایښي او له همدې کبله افغان سرحدي ځواکونه د کافي تشکیلاتو د نه لرلو له کبله وړاندې تګ نه شي کولی.
دوی وايي چې طالبان له پاړه چنار او د پاکستان له نورو برخو په ډاډه زړه دې سیمې ته وسلې او مهمات راوړي او بیا یې نورو سیمو ته وړي.
د افغانستان د سرحدي کنډک قوماندان هم په خپله له پاکستاني پوځیانو سره تماس نیولی چې د تاسیساتو جوړول ودروي او هم یې قومي مشران ورلېږلي خو د پاکستان پوځ مثبت ځواب نه دی ورکړی او د ډیورند کرښې دې خوا ته یې د تاسیساتو او پوستو جوړولو ته دوام ورکړی دی.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په یوه مرکه کې د مقبلو په نري سیمه کې د پاکستان تحرکات تایید کړل خو ویې ویل چې پر دې غرنۍ سیمه د واورو له کبله امنیتي ځواکونه اوس عملیات نه شي کولی.
د یو خوا نه په ولس کې افغاني او غیرتي روحیه له مینځه تللې او د بلې خوا دولت د بې کفایتۍ اوج ته رسیدلی. تر څو چې خلک د خپلو پولو ساتنه ونکړي او ټول په یو غږ ددې خبیث پاکستان پر ضد راپورته نشي تر هغې به دا د تجاوز لړۍ دوام لري. که خلک د دولت نه توقع لري نو اشتباه کوي، ځکه دولتي چارواکي د خپل منځي کشمش او فساد ټولولو نه فرست نلري. دا اوازې هم دي چې پاکستان په چل په اشرف غني د ډيورنډ کرښه د ۵۰ کالو لپاره امضاء کړې او غني د ویرې دا موضوع د ولس سره شریکولی نشي.
هههههه
عجبه ده
دطالبانو په وخت کی یوه ولیشت خاوره بل هیواد نه وه لاندی کړی لیکن داشغال نه راپه دیخوا په سوونو میله خاوره ایران او پاکستان لاندی کړه خو تور یې په طالبانو لګیږي
افغانان دومره هیرجن ندي چه هرڅه یی هیرسي
د ټالیبانو په وخت کې تقریبا ټول هېواد د پنجابیانو تر مستقیمې ولکې لاندې و ، نو ځکه دوي کومه خاصه سیمه نده اشغال کړې ، خو اوس ټالیبان د پنجاب د عسکرو دنده سرته رسوي او هر چېرته چې د افغانستان پوځ وي ، دوي ورسره مخالفت او جګړه کوي ، ټالیبان پنجابیانو ته د اشغال زمينه برابروي. که داسې نه وي نو دوي چې اوس په سیمه کې حاکمیت لري ولې له پنجابیانو سره جګړه نه کوي؟
حسن خانه! داستا دخولی خبری دي
که حقیقت ته زیر سو همداطالبان دي چه افغانستان یی دتجزیی څخه ژغورلی او داشغال خلاف خپل جهاد مخ په وړاندی وړي
پنجابیانو مستقیم تیری لکه امریکایانو په افغانستان ندی کړی ځکه یی په خلاف څه نکوي
که بالفرض پنجابیان د کونجاړه خورو په مرسته په افغانستان تیری وکړي نو بیا به یی هم طالب په سنګر او کمین کی لکه دامریکا او ملګرو برابر کړي
د ټالبانو د غلطو پالیسیو او سیاست له کبله خارجیانو ته دا بهانه په لاس ورغله چې زمونږ په ګران اوښکلي هېواد را شېوه شي. اوس هم د هغوي د پاته کېدو او د جنګ د دوام اصلي عامل ټالبان دي. دوی زمونږ ورونه ، خویندې ، هېوادوال او سرتېري وژني.
ټالیبان په پښتني سیمو کې ماینونه په لویو لارو کې ږدي، ښوونځي سوځوي او کتابونو ته اور اچوي ، د اوبو بندونه ورانوي ، دولتي تاسیسات او لويې لارې ورانوي ، د افغانستان د خلکو او خصوصا د پښتنو په سيمو کې او د دولت اقتصاد ته زیان رسوي . دا ټول اعمال د دې سبب کيږي چې د افغانستان دولت د پنجاب په مقابل کې کمزوری شي او هغوي په خلاص لاس زمونږ په سرحدې مناطقو کې حساس ځایونه اشغال او پوستې جوړې کړي.
که د ټالیبانو ، باغیانو او هر ډول جاسوسانو هېلې او ارمانونه او شعارونه هرڅومره مقدس وي ، حتي د اسلام د مقدس او سپېڅلي دین تر پوشش لاندې هم وي خو نیتجه یې زمونږ ولس ، خلکو ، دولت خاورې ، ارضي تمامیت او بالاخره د افغانستان راتلونکي ته مضره او په تاوان تماميږي.افغانستان د تمدن له کاروان نه بېرته پاته کېږي.