تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز د کوټې له بریده وروسته د نوازشریف په مشرۍ د ملکي حکومت پر اقداماتو نارضایتي ښودلې ده.
جنرال راحیل شریف پرون په راولپنډۍ کې د پوځ د قول اردوګانو د قوماندانانو او د آی ایس آی د مشر په ګډون په امنیتي غونډه کې په پاکستان کې د تروریزم پر ضد د ملي عمل د پروګرام په اجرا کې پر پڅ پرمختګ نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا مسله د ضرب عضب په نوم د پوځ پر روانو تروریستي ضد عملیاتو منفي اغېز لري.
د کوټې له وروستۍ حملې وروسته د پاکستاني طالبانو او جماعت احرار پر ضد په پنجاب کې عملیات تصویب شول خو له دې سره سره د پاکستان پوځ فکر کوي چې ملکي حکومت هغسي چې باید وای، هلې ځلې نه دي کړي.
د پاکستان پوځ یوازې د هغو طالبانو د ځپلو غوښتونکی دی چې په دغه هیواد کې بریدونه کوي.
له همدې کبله امریکا یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې بې توپیره د ټولو ترهګرو پر ضد اقدام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې الیزابت ترودو پرون خبریالانو ته وویل، د کابل د حکومت له وسله والو مخالفانو او داعش سره له ارتباطاتو خبر یوو، د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده.
دې تاکید وکړ چې پاکستان باید د ټولو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي.
آفرین دی پر تاسو وطن پلورونکو طالیڅټو (طالبانو) د پنجابی زامن یعنی ستاسو پلاران مو څرنګه زر په درنښت خوشی کړل که تاسو د نر زامن وای خو وژلی به مو وو لکه نو ر مسلمانان چی وژنی خدای ته به څه ځواب ورکوی والله چی ټول خو د خنځیرانو په جامه کښی ولاړ سی کاش چی غیرت مو درلودی دی غاړی او هغی غاړی ته صرف پښتانه وژنی افسوس دا دی چی د تورلنګیو ته به تاسو څومره چاپلوسی کړی وی (سر! هماری لیی راحل صاحب کو بتاو کی آیی اور هماری مسلمان بایو کو ماری) ای د ګیدړ اولاده