اصف غفور

تاند- د پاکستان د پوځ ویندوی وايي، که هند د کشمیر د وروستۍ حملې په غبرګون کې پر پاکستان برید وکړ، د افغانستان د سولې پروسه به اغېزمنه شي.

تر جنرال اصف غفور وړاندې دې ته ورته خبرداری په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ورکړی و چې له کبله یې د افغانستان حکومت وپارېد او هغه یې د احتجاج په دود د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا وروسته له دې زیاته شوه چې په پاکستان کې دېره تروریستي ډلې جېش محمد په هندي کشمیر کې په یوه انتحاري حمله کې ۴۰ تنه ووژل.

د هند صدراعظم نریندر مودي د پاکستان د پوځ استخبارات په دې حمله کې په لاس لرلو تورن کړل او ویې ویل چې ممکن هند د دې حملې غچ واخلي.

مودي پرون /جمعه/ خپلو پوځیانو ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې پر احتمالي هدفونو حملې ته تیار واوسي.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال غفور د مودي د خبرداري په غبرګون کې وویل، که هند د پاکستان پر خاوره برید وکړ، د افغانستان د سولې بهیر به له ستونزو سره مخامخ شي.

ده همداراز وویل«که ټاکل شوې وي چې په سیمه کې تروریزم له منځه لاړ شي، د افغانستان د سولې د هلوځلو بریالیتوب ډېر مهم دی. خو که هند پر پاکستان حمله وکړي موږ د خپلې خاورې دفاع ته لومړیتوب ورکوو بیا نو نورې مسلې څنګ ته پاتې کېږي.»

ګڼ شمېر افغانانو د پاکستان د پوځ د ویندوی او سفیر څرګندونې د دې ثبوت بللي چې طالبان د پاکستان په کنټرول کې دي او له هغو څخه د خپلو ګټو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې د دوشنبې په ورځ په قطر کې پیل شي.

One thought on “د پاکستان پوځ: د هند د حملې په صورت کې به د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه شي”
  1. پنجابي جنرنیل ته باید وویل شي چې د افغانستان امنیت او پرمختګ ستاسو په ګټه هم دی. د منځنۍ آسیا تېل ، ګاز ، برښنا ، فلزات به زمونږ له لارې ستاسو د اقتصادي پرمختګ سبب شي.
    که پنجابیان د تروریستانو له روزلو لاس واخلي او د هغوي کارخانې وتړي ، د هغوي پرځای له خپلو ګاونډیانو سره د انساني ژوند لاره خپله کړي، زمونږ سیمه به ثبات پیداکړي ، ستاسو او ستاسو د مستعمرو اقتصاد به هم ښه شي.
    برعکس که بیا هم پنجابیان لجاجت کوي ، له مونږ سره به تاسې هم تباه شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *