تاند- د پاکستتان پوځ نن /سې شنبه/ له افغانستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پناهځایونه له منځه یوسي څو د دوی په وینا پاکستتان په قیبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات بریالیتوب ته ورسوي.
د پاکستان د پوځ ویندوی برید جنرال سلیم عاصم په اسلام اباد کې خبریالانو تته وویل.«موږهیله لرو چې افغان امنیتي ځواکونه به د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په راسپارلو کې لازم ګامونه واخلي.»
ده همداراز وویل .«ملا فضل الله افغانستان ته تښتېدلی او اوس همالته پټ دی او نوموړی په پاکستان کې د بمي حملو مسوولیت په غاړه لري.»
د پاکستان د پوځ ویندوی یادونه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې یې د ملا فضل الله او نورو ترهګرو د پټېدو مسله د افغانستان له حکومت سره د دیپلوماتیکو او پوځي چاینلونو له لارې مطرح کړې ده.
پاکستان له تېرو درو لسیزو راهیسي د افغان حکومتونو له لوري د افغانستان پرضد د وسله والو عناصرو د ساتنې، ملاتړ، تمویل او په وسلو سمبالولو تورن کېږي خو پاکستان تل د افغانستان د حکومتونو تورونه رد کړي دي. په وروستیو کلونو کې پاکستان نه یوازې د افغانستان تورونه ردوي بلکې وايي چې په خپله د تروریزم لوی قرباني دی او اکثره پاکستاني ضد عناصر په افغانستان کې دېره دي.
د پاکستان پوځ له څه باندې دوو اوونیو راهیسي په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد په جنګ بوخت دی.
د افغانستان حکومت او امریکا کلونه وړاندې له پاکستانه غوښتنه کوله چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد عملیات وکړي خو پاکستان ویل چې امکانات نه لري چې په یووخت په څو جبهو کې وجنګېږي. اوس د پاکستان پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان کې د ښو او بدو طالبانو پرضد جګړه کوي او نور د پخوا په شان افغان طالبان ښه نه بولي.
د پاکستان د پوځ ویندوی ووویل، پاکستاني پوځیانو د افغانستان د پولې په اوږدو کې د تلاشۍ نورې پوستې جوړې کړي څو سرحدي سیمو ته د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیول شي.
برید جنرال سلیم عاصم د افغانستان په لور توغندويي بریدونو په اړه د افغان جارواکو تور رد کړ.
په فارسی کی یو متل دی وایی (بیګریش که نګیریت) زه سلیم عاصم ته دا وایم دطالبانو پټن ځایونه په پاکستان کی دی او که په افغانستان کی روزانه راکټی بریدونه په افغانستان داپاکستانه راځی او که دافغانستانه پر پاکستان روزانه په افغانستان کی په عملیاتو کی پاکستانیان نیول کیږی ،افغان طالبان په پاکستان کی ټرین کیږی،په هلمندکی همدااوس دپاکستان فوځ دافغان دولت په وړاندی جنګیږی نن صبا ټوله نړۍ پدی پوهیږی چی په افغانستان کی روانه جګړه د پاکستان ده خو بیا هم عاصم وایی چی په افغانستان کی دی دطالبانوپټ ځایونه وران شی افوسوس دی ستاسو په مسلمانۍ اودوستۍ چی ټول عمر مو افغانستان په بای جان باۍ جان تیریستلو،خو زه عاصم صیب ته درحمان بابا دا شعردالۍ کوم چی وایی،
کوهی مه کنه دبل سړی په لارکی،
چیری به ستا دکوهی په غاړه لار شی
ته چی بل په غشو ولی
داسی بویه چی همدا غشی به ستا په لور ګذار شی
په درنښت اکبرسخی