تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ په زغرده له امریکا وغوښتل چې د یوه ماتې خوړلي هیواد پر ځای د سیمې د یوه دوست هیواد په توګه له افغانستانه ووځي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویندوی ډګرجنرال اصف غفور له اسلام اباد څخه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد له روانېدو څو ساعته وروسته له افغان طالبانو سره د سیاسي حللارې لپاره د امریکا د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ، خو له امریکا یې وغوښتل چې د یوه ماتې خوړلي هیواد پر ځای د سیمې د یوه دوست هیواد په توګه له کابله ووځي.
غفور په راولپنډۍ کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان له طالبانو سره د سیاسي حللارې په برخه کې له امریکا سره څه مرسته کولی شي، وویل«موږ به تر خپله وسه د اسانتیا راوستلو هڅه وکړو.»
ده همداراز وویل«څه چې امریکا زموږ څخه تمه لري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورسره همکاري کوي هغه دا دي چې په یو نه یو ډول له طالبانو سره دوی خبرې وکړای شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره هماغسي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وړاندیز کړی، د امریکا غوښتنې ته تسلیم نه شي.
زه فکر کوم امریکایان باید د پاکستان وهل په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي. که د دغه غوایي ښکر په وخت مات نه کړای شي دا به په نړۍ کې همداسې د یوه لوی سرطان په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
“تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ په زغرده له امریکا وغوښتل چې د یوه ماتې خوړلي هیواد پر ځای د سیمې د یوه دوست هیواد په توګه له افغانستانه ووځي.”
It sound like spread shaking a lot salt on deep wounds. Is anybody home?
he is amazing and they are trying their best to make better for our country thats awesome