د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند- د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاودید باجوه به د واشنګټن د درې ورځیني سفر په لړ کې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه کوټلې خبرې وکړي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مسوول (ویندوی) بریدجنرال اصف غفور پرون په امریکا کې د پاکستان په سفارت کې له خبریالانو وغوښتل چې د لوی درستیز جنرال باجوه سفر د صدراعظم عمران خان له سفر سره ونه تړي.

خو ده په عین حال کې وویل چې جنرال باجوه به نن /دوشنبه/ له صدراعظم عمران خان سره یوځای په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرپ سره وویني.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د امریکايي سرچینو په قول وايي چې تمه ده جنرال باجوه د امریکا له دفاع وزیر، له اوسني لوی درستیز همداراز له نومول شوي لوی درستیز او نورو جګپوړو چارواکو سره په پینتاګون کې وویني.

د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په سفر کې نور پوځي او امنیتي چارواکي به هم له خپلو امریکايي سیالانو سره جلا غونډې ولري.

امریکايي سرچینې وايي، دا غونډې به د پاکستان له لوري د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ او د افغانستان- پاکستان پر امنیتي حالاتو متمرکزې وي.

د پاکستان د پوځ ویندوی له امریکا وغوښتل چې پاکستان د هغو سیمو له لیسته وباسي چې امریکا یې ناامنه ګڼي او سفر ورته خطرناک بولي.

ده پر دیورند کرښه د ازغن سیم د غځولو دفاع وکړه او ویې ویل چې د دې پروژې له کبله د پاکستان امنیتي وضعیت ډېر ښه شوی او اوس پوځ ټول پام بلوچستان ته اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *