تاند- د پاکستان پوځ وايي، وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر د پاکستان لوی درستیز ته شواهد وړاندې کړل، د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې عملیات وکړل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن /پنجشنبه/ وویل چې د افغانستان ولسمشر راحیل شریف ته ویلي چې پر افغان امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی و او د موبایل ټېلفون ۳ شمېرې یې د پاکستان پوځ ته وښودلې چې له هغو څخه د حملې په وخت د پاکستان له خاورې په منظم ډول له تروریستانو سره تماس روان وو.

د پاکستان پوځ وايي، وروسته له دې چې د افغانستان چارواکو د موبایل ۳ شمېرې له پاکستان سره شریکې کړې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان د حکومت د معلوماتو پر اساس د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې عملیات وکړل.

د پاکستان پوځ په عین حال کې وايي چې ډېر ځلي د افغان موبایل شرکتونو سیګنالونه له پولې اوړي.

د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې د عملیاتو د نتیجې په اړه یې افغان چارواکو ته معلومات ورکړل او د موبایل شمېرو په اړه نورې څېړنې روانې دي.

د افغانستان ملي امنیت نن د ملي امنیت شورا غونډې ته د کابل د امریکايي پوهنتون د تېرې شپې د حملې په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړل.

د وړاندې شویو شواهدو پر اساس دا برید د پاکستان له خاورې تنظیم شوی او له هماغه ځایه تروریستانو ته لارښودنه کېده.

د شواهدو له لیدو وروسته ولسمشر غني مستقیماً راحیل شریف ته ټېلفون وکړ او له هغه یې وغوښتل چې په خپله خاوره کې د تروریستانو پر ضد جدي او فوري اقدام وکړي.

د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې نه دي ویلي چې د عملیاتو په نتیجه کې څوک ونیول یا ووژل شول.

One thought on “د پاکستان پوځ وايي، د افغان ولسمشر د شواهدو پر اساس یې عملیات وکړل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *