تاند- د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ريیس او ویاند ډګرجنرال اصف غفور په ډاډ وویل چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د تروریستانو ټول پناهځایونه له منځه وړي دي.

ده وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو او مرکزونو له منځه تګ په اسانه او ارزانه ممکن شوی نه دی.

«دا کار په لوړه بیه تمام شو. د دې ترڅنګ چې په دې لاره کې د ۷ لکه ۵۰ زره پاکستانیانو وینې وبهېدې، ۱۲۳ ملیارد ډالره لګښت مو شوی دی.»

د پاکستان د پوځ ویندوی دا ادعاوې د یکشنبې په ورځ له ګلف نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې.

ده همداراز ادعا وکړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې بریالی شو.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول قبایل چې د پاکستان پوځ پکې جګړه وکړه، وايي چې د پاکستان پوځ د دوی کورونه نړولي، ځوانان، ښځې او ماشومان یې وروژلي او د هر وګړي د وینو په بدل کې یې د تروریست په نامه له امریکا په ملیونونه ډالر اخیستي دي.

جنرال غفور وویل چې اوس هم په قبایلي سیمو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې شاوخوا ۲۲۰ زره پاکستاني پوځیان مېشت دي.

ده د خپلو ادعاوو په دوام کې ویلي چې هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې نارامۍ ته لمن وهي.

ده د یوه نیول شوي هندي یادونه وکړه چې تېر کال په بلوچستان کې ونیول شو او وايي چې دا هندی له افغانستانه ورغلی و.

جنرال غفور په دې اړه چې ولې یې په خپله خاوره کې د افغانستان د دولت او نظام دښمنانو ته پناه ورکړې او هغوی تروریستان نه بولي، څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ ویندوی دا څرګندونې تقریباً له دې سره په یو وخت کړي چې د دغه هیواد صدراعظم امریکا ته په نابللي سفر کې د دغه هیواد مرستیال ولسمشر ته یو وار بیا ژمنه ورکړې چې دا ځل به د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس اخلي خو امریکا دې اړیکې ورسره عادي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *