د پاکستان د پوځ ویندوی عاصم سلیم بجوا

تاند- د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې په شمول د ټولو طالبانو پرضد د پوځ عملیات دوام لري.

د پاکستان د پوځ په وینا د عملیاتو له پیله تراوسه پوري یې ۳۲۷ وسله وال طالبان وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویندوی بریدجنرال عاصم سلیم بجوا د جمعې په ورځ په روابپنډۍ کې خبریالانو ته وویل:«په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد د ضرب غضب پراخ عملیات به د هغوی تر یومخ نېستولو پوري دوام وکړي.»

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د جون په پنځلسمه پراخ عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې په لسګونو تنه د کور اور پرېښودو ته اړ شوي او په سلګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان د پوځ ویندوی ادعا کوي چې د پوځ په هوايي او مځکنیو حملو کې د طالبانو ۴۵ پټنځایونه ویجاړ شوي او د دواړو خواوو په نښتو کې ۱۰ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

بجوا دا هم وویل چې تراوسه ۱۹ وسله وال طالبان پوځ ته تسلیم شوي دي.

د پاکستان د پوځ د ویندوی بریدجنرال عاصم سلیم بجوا په وینا په دې عملیاتود حقاني شبکي او ازبکانو په شمول ټول ترهګر په نښه کېږي. او دا لړۍ به نوره هم شدیده شي او د هیچا خیال به ونه ساتل شي.

د پاکستان د پوځ ویندوی دا هم وویل چې هیواد یې له افغانستانه غوښتي چې په کونړ ولایت کې د ترهګرو پرضد اقدام وکړي خو تراوسه پوري د افغانستان له لوري کوم اقدام نه دی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *