پاکستان

تاند- د پاکستان پوځ ادعا کوي، ۱۳ ترهګر چې د سیاسي شخصیتونو د وژلو لپاره له افغانستانه پاکستان ته ورغلي ول،

امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویندوی اصف غفور د چهارشنبې په ورځ وویل، اکثره نیول شوي ترهګر د پاکستاني طالبانو غړي دي چې غوښتل یې پر پاکستاني سیاستوالو بریدونه وکړي او تر انتخاباتو وړاندې حالات کړکېچن کړي.

ده همداراز وویل چې په نیول شویو کسانو کې د انصارالشریعه ډلې غړي هم شته او له هغوی سره ډېره وسله هم موندل شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویندوی په داسې حال کې د سیاستوالو د وژلو لپاره له افغانستانه څخه پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ خبره کوي چې د عوامي نشنل ګوند یوه مشر غلام احمد بلور په پېښور کې د نشنل عوامي پارټۍ په غونډه کې انتحاري حمله، چې د بلور وراره هارون بلور له ۱۹ تنو نورو سره پکې ووژل شو، د طالبانو کار نه بلکې د نورو ادارو کار وباله.

2 thoughts on “د پاکستان پوځ وايي، له افغانستانه ۱۳ ورغلي ترهګر یې نیولي”
  1. پاکستان د ملا نصر الدین کانی کوی او په دی ترتیب غواړی د خپلو بادونو غږ او بوی دواړه ورک کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *