تاند- د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې له صدراعظم نوازشریف څخه یې د استعفا کولو غوښتنه نه ده کړې.
تر دې مخکې د پاکستان ګڼو رسنیو د پوځ د سرچینو په قول ویلي و چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له نوازشریف سره په غونډه کې له نوموړي غوښتي چې په هیواد کې د روان سیاسي بحران د پای ته رسېدو لپاره دنده پرېږدي.
خو د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې، چې نن ناوخته خپره شوه، ویل شوي چې د پوځ لوی درستیز نوازشریف ته داسي سپارښتنه نه ده کړې.
پوخ وايي چې نوازشریف ته د استعفي ورکولو او په رخصتۍ تللو په اړه یې مشوره نه ده ورکړې او نه یې په دې اړه خبرې ورسره کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان ډان نیوز تلویزیون او ګڼو نورو رسنیو د باوري سرچینو په قول ویلي و چې له نوازشریف سره د پوځ د لوی درستیز په اوږدو خبرو کې په دې سلا وشوه چې باید نوازشریف استعفا وکړي او نوازشریف پر استعفا غور کوي.
ډان نیوز دا هم ویلي و چې د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني رييس میا محمد سومرو اسلام اباد ته بلل شوی چې د لنډمهالي حکومت مشري وکړي.
په اسلام اباد کې اخوډب روان دی
په همدې حال کې د اسلام اباد په سور زون کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د عوامي تحریک د مشر طاهر القادري پلویان له پولیسو سره په اخ و ډب بوخت دي.
ویل شوي چې د مظاهره چیانو شمېر زیات دی او پولیس په شا – شا روان دي. پولیس له اوښلن ګاز او ربړي مرمیو کار اخلي. له شخړو سره په یووخت باران هم اوري.
د اسلام اباد د پولیسو یوه ویندوی محمد نعیم وویل چې د دواړو ګوندونو پر ضد د قانون د شپږمې مادې پر اساس د بغاوت دوسیه پرانیزي.
سترې محکمې د پرېکړې لپاره قاضیان وربللي
د پاکستان د سترې محکمې ريیس ناصرالملک د دې محکمې له ټولو قاضیانو غوښتي چې فوراً اسلام اباد ته ورشي.
د سترې محکمې ویندوی وايي چې د محکمو ډېر قاضیان په کالنۍ رخصتۍ وتلي دي. ده ونه ویل چې قاضیان ولي په بیړني ډول غوښتل شوي دي. خو نورې سرچینې وايي چې د پاکستان د روان سیاسي حالت په اړه د یوې پرېکړې په خاطر قاضیان وربلل شوي دي.
سترې محکمې ویلي چې د بحران په حل کولو کې رول لوبولو ته تیاره ده.