تاند- پاکستان وايي چې د دغه هیواد د پوځ مځکنیو او هوايي ځواکونو د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمه کې ۸۹ تنه وسله وال طالبان د پېښور د سې شنبې د ورځې د حملې په ځواب کې وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او ورسره په یووخت حکومت د شپږو تروریستانو د اعدام سزا لاسلیک او تایید کړې ده.

په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي د سې شنبې د ورځې په حمله کې ۱۴۸ تنه ووژل شول چې تر ۱۰۰ زیات یې زده کوونکي ول.

طالبان وايي، پر پوځي ښوونځي یې د دې لپاره برید وکړ چې د پاکستان پوځ په وزیرستان او نورو سیمو کې په همدې ډول په زرګونو ماشومان، ښځې او نارینه وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې ۳۲ تنه یې په خیبر ایجنسۍ کې هغه مهال ووژل چې غوښتل یې افغانستان ته واوړي.

د پوځ په ادعا دا کسان د خیبر ایجسنۍ په اورمګۍ او سپوکوټ سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

پرون /پنجشنبه/ د پاکستان پوځ په دې سیمه کې د ۵۷ تنو سخت دریځو د وژلو ادعا کړې وه.

پوځ وايي چې د پېښور د سې شنبې د ورځې د حملې په ځواب کې یې په خیبر ایجنسۍ کې عملیات تېز کړي او تر اوسه پوري یې ټولټال ۶۷ تنه وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ادعا خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړې نه ده. پاکستان د قبایلو هغو سیمو ته خبریالان نه پرېږدي چې دوی پکې عملیات کوي.

طالبانو هم تراوسه پوري د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *