تاند- په داسي حال کې چې د پاکستان پوځ وايي، جنګي الوتکو او هیلي کوپترو یې نن/چهارشنبه/ د افغانستان خاورې ته نژدې په قبایلي سمیو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر پناهځایونو په بمبارۍ کې ۶۰ تنه ووژلي، د سیمې اوسېدونکي وايي چې ګڼ ملکیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بمبارۍ تر ډېره د شمالي وزیرستان په میرعلي ښارګي کې متمرکزې وې.
خبرپاڼه وايي چې په شپېتو تنو وژل شویو سخت دریځو کې د هغوی مهم قومندانان او بهرنیان شامل دي.
د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې د دوی د الوتکو د بمبارۍ په نتیجه کې ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د سیمې یوه اوسېدونکي، چې خپل نوم یې سید الله خان وښود، وویل چې پوځ د چهارشنبې په سهار د توپونو ګولۍ هم پر سیمه واورولې.
ده وویل:«موږ د درنو او لویو چاودنو ږغ واورېده. ما په خپله ځیني نړېدلي کورونه ولیدل.»
د سیمې یوه بل اوسېدونکي انعام الله وویل چې هوايي بمبارۍ د میرعلي په بازار کې ډېر دوکانونه او دغه راز ګڼ کورونه ونړول او عام خلک یې ووژل.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د پاکستان د پوځ او د سیمې د اوسېدونکو ادعاوې د یوبل خلاف دي خو په مستقل ډول د چا ادعا نه شي تایید کېدای ځکه چې قبایلي سیمو ته، چې حکومت پکې واکمن نه دی، بهرني خبریالان د تګ اجازه نه لري.
د طالبانو د قومندان او مشر حفیظ ګل بهادر یوه ویندوی د پاکستان د پوځ حملې وغندلې، ویې ویل چې ډلې یې غونډه جوړه کړه چې د پاکستان له حکومت سره کړی تړون پای ته ورسوي.
حفیظ ګل بهادر سلګونه جنګیالي لري خو د پاکستان له حکومت سره یې پر یو بل د نه حملو کولو تړون لاسلیک کړی دی.
د ده ویندوی احمد الله احمدي وویل چې ډله یې پر خلکو د بمباریو په وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کېدای.
د پاکستاني طالبانو تحریک له مختلفو ډلو جوړ شوی، ځینې یې د خپل حکومت د پرزولو او په پاکستان کې په خپل سبک یا سټایل د شرعي نظام د نافذولو لپاره هلې ځلې کوي خو ځیني نور یې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد په افغانستان کې جنګېږي.
دا بمبارۍ په داسي حال کې شوي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د خبرواترو پر پالیسي ټینګار کوي خو له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان د حکومت هلوځلو تراوسه پوري نتیجه نه ده ورکړې.
The Panjabi air forces continued bombardments on the innocent people .
According to the sources dozens of the innocent people has been killed and their properties have been destroyed during the bombardments of these Punjabis occupied forces.
We strongly condemned the killing of these innocent people by Punjabis forces.
ګرانو هیواد والو
پاکستانی مجاهدینو ته دعا وکړی دوی په سخته جګړه کی د پنجابی یرغلګرو سره مصروف دی
اللهم اشفل الظالمون بی الظالیمین!.ظ ای خدایه په ظالم باندی ظالم مسلط کړی! او خدای د ټول پو پنا کړی همدغه ستا پاکستانی مجاهدین