تاند- د پاکستان پوځ پرون وویل، په تېرو پنځو میاشتو کې طالبانو د پاکستان تر ۱۰۰ زیات پوځیان وژلي دي.

د صدراعظم نوازشریف حکومت، چې تېر کال واک ته ورسېد، ژمنه کړې چې له طالبانو سره به د سولې خبرې وکړي خو د سولې خبرې روانه اوونۍ وروسته له دې له خنډ سره مخامخ شوې چې دواړو خواوو پر یو بل تورونه ولګول.

د پاکستان امنیتي چارواکو، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل، د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر له میاشتې را په دې خوا ۳۰۸ ملکیان، ۱۱۴ پوځیان او ۳۸ پولیس وژل شوي دي.

پر وزیرستان په بمبارۍ کې ۱۵ طالبان وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي چې د هوایي ځواکونو جټ الوتکو یې د هیواد په شمال لویدیځ کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو بمباري وکړه.

راپورونه وایي چې په دغو حملو کې به ۱۵ مشکوک سخت دریځي وژل شوې وي.

د شمالي وزیرستان قبایلي سیمه کې، چې د سخت دریځو د فعالیتونو مرکز ګڼل کیږي، پرڅو کلیو بمباري شوې ده.

دغه بمبارۍ په داسی حال کې کیږي چې حکومت هڅه کوي له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

طالبان په مشروط ډول اوربند ته تیار دي

پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په ورځ وویل، په دې شرط د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د اوربند کولو ته تیار دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د دوی د ملګرو وژل او نیول بس کړي.

له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان د حکومت مرکچې کمېټې د دوشنبې په ورځ وروسته له دې له طالبانو سره خبرې ودرولې چې طالبانو یوه ورځ مخکې وویل چې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه یې وژلي دي.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«که حکومت موږ ته ډاډ راکړي چې زموږ د ملګرو مړي به په بوجیو کې نه موندل کېږي او دوی به نه وژل کېږي او په حملو کې نه نیول کېږي، موږ اوربند ته تیار یوو.»

د جنورۍ له ۲۹ څخه، چې په پاکستان کې د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې پیل شوي، تراوسه پوري ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو ویندوی شاهد وايي چې په وروستیو کې د حکومت له لوري د دوی زیات ملګري وژل شوي دي. ده زیاته کړه:«د سولې د خبرو له پیله تراوسه پوري حکومت په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې تر۶۰ زیات طالبان وژلي دي.

ده په مومند ایجنسۍ کې د پاکستان د ۲۳ سرحدي ځواکونو د وژلو په اړه وویل چې طالبانو دا کسان د خپلو کسانو د انتقام لپاره ووژل.

طالبانو د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې یرغمل کړي ول.

طالبانو دغه راز د پاکستان له حکومت سره سوله په ټول هیواد کې د شرعي نظام له ټینګېدا، د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د حملو له بندېدا او له قبایلي سیمو څخه د پاکستان د پوځیانو له وتلو سره تړلي دي.

One thought on “د پاکستان پوځ وايي، په څو میاشتو کې مو۱۰۰ پوځیان وژل شوي”

ځواب دلته پرېږدئ