تاند- د پاکستان پوځ وايي چې په کراچۍ ښار کې یې د لشکر جنګوي، القاعده او پاکستاني طالبانو د تحریک د ۳ قوماندانانو په شمول ۹۷ غړي نیولي دي.

د پاکستان د پوځ ویندوی ډګرجنرال عاصم باجوه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په کراچۍ کې د پاکستان استخباراتي ادارو تر ۷ زره زیات عملیات کړي او تراوسه پوري یې تر ۱۲ زره زیات ترهګر نیولي دي.

ده دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو د ګراچۍ له محبسه د امریکايي ژورنالیست دانیل پیرل د قاتل د خوشي کولو لپاره د ترهګرو هڅه ناکامه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویندوی ادعا وکړه چې د دغه هیواد استخباراتي او امنیتي ځواکونو په براعظمګي کې د لشکر جنګوي او القاعده شبکې ماتې کړي دي.

ډګرجنرال باجوه دا هم وویل چې د لشکر جنګوي امیر او مرستیال امیر نیول شوي او د دې ډلې ۶ ځانمرګي او د ریموټ کنټرول بمونو د جوړولو ۱۰ ماهران هم توقیف کړای شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه راز ادعا کوي چې په براعظمګي کې یې د القاعده شبکې ۱۲ مالي مرستیالان او د دې شبکې ۱۲ بم جوړوونکي نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *