د یکشنبې په ورځ مازیګر کې پاکستاني پوځیانو د ترهګرو په جامه کې د پښتون خوځښت په مخکښ غړي علي وزیر او ملګرو یې د خیبر پښتونخوا په واڼه کې برید وکړ چې د پښتون خوځښت ځینې غړي پکې ټپيان شوي دي.
له دې برید سره یو ځای پاکستاني رسنیو چې ټولې یې د ای ایس ای په امر چلیږي، خبر خپور کړ چې نامسوله وسله والو د پښتون خوځښت په غړو برید کړی دی او په دې تړاو یې د پاکستاني پوځ پرده کړې ده.
که څه هم دې برید ته په لومړیو کې داسې رنګ ورکول شو چې ګنې دا برید هغه طالبانو کړی چې پاکستان يې د افغانستان د جګړې لپاره په واڼه کې تربیه کوي او امکانات ورته برابروي، خو وروسته مالومه شوې چې دا برید د پاکستان د پوځ په مستقیما رهبری شوی دی.

له برید وروسته زیات شمېر خلک د علي وزیر په ملاتړ راپورته شوي او د طالبانو په جامه کې د پاکستان پوځ یې محاصره کړی، خو په یونیفورم کې د پاکستان پوځ بیا ځايي خلکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د طالبانو په نوم د یوې ډلې محاصره اوږده کړي او یا یې ووژني.
هغه ډله چې د پښتون خوځښت پر غړو یې برید کړی، د ځایي خلکو له لوري کلابند شوي او بیا یې د پآکستان پوځ مرستې ته ورسیدلی چې د ځایي خلکو له ګواښ یې وژغوري، له دې سره یو ځای پښتون خوځښت او ځایي خلک پوه شوي چې دا برید د پاکستان پوځ کړی او په دې سره غواړي د پښتون خوځښت د سر سړي له منځه یوسي.
د پاکستان پوځ ولې دا برید وکړ؟
له هغې ورځې چې پښتون خوځښت راپورته شوی او پښتنو ته د حقونو غوښتنه کوي، د پښتنو یووالي د پنجاب د پوځ خوبونه تښتولي، ځکه د پنجاب پوځ هیڅکله دې ته چمتو نه و چې ګنې پښتانه دې بیا سره یو شي او د پاکستان ریاست ته دې سرخوږی جوړ کړي.
د پاکستان پوځ چې کلونه یې پښتانه د خپلو ګټو لپاره کارولي، وژلي او بندیان کړي، نو اوس ورته د پشتنو یووالی هیڅ د زغم وړ نه دی او په دې فکر دی چې څنګه کیدای شي پښتانه سره په یو او بل نوم وویشي او دا خوځښت له منځه لاړ شي چې د پاکستان پوځ ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
پاکستان پوځ او ملکي حکومت اوس د پښتون خوځښت پروړاندې هیڅ ډول اقدام نه شي کولی، ځکه دا خوځښت د حقونو غوښتو لپاره راپورته شو او ټوله مبارزه یې سوله ییزه ده.
د پښتون خوځښت چې په پېښور، صوات ، کراچۍ او لاهور کې وروستۍ غونډې وکړې، نو د پاکستان پوځ ته یې وښودله چې دا خوځښت نه پاشل کیدنکی دی او تر هغې به مبارزه کوي، تر څو یې چې حقونه لاس ته نه وي راوړي.
د پاکستان ریاست او پوځ د پښتنو د وروستیو غونډو څخه سخت زوریږي او ډاریږي چې که دا خوځښت دوام پيدا کړي او مبارزه یې کمرنګه نه شي، نو ممکن د پاکستان د پاشل کیدو باندې تمام شي، نو د دې لپاره یې لومړی د پښتون خوځښت په مشرانو باندې د جاسوسۍ تورونه پورې کړل او اوس یې پرې د ترهګرو په جامه کې مخامخ برید وکړ.
پر پښتون خوځښت برید چاته ګټه وکړه؟
پاکستاني پوځ فکر کړی چې پر پښتون خوځښت برید کې بریالی شي او یا ناکام شي، په دې خوځښت کې به درز پيدا کړي او یا به یې وډار کړي، خو له دې برید سره یو ځای اته زره ځایي خلک د علي وزیر څنګ ته راغلي او هر ډول سرښندنې ته تیار دي.
له دې برید سره یو ځای د پاکستاني پوځ پر خلاف د پښتنو کرکه زیاته شوې او زیات شمېر خلک به د پښتون خوځښت سره یو ځای شي چې وسله والې مبارزې ته هم تیار دي
پاکستان پوځ پښتون لوی قام ته په سوله ییزه مبارزه باندې هیڅ حقوق ور نه کړل چې سالم حق یې و، خو له پاسه یې پرې د ترهګرو په جامه کې برید هم وکړ، خو اوس پښتانه مجبور دي چې له دویمې لارې کار واخلي، هغه لار وسله واله مبارزه ده چې له خپلو سیمو به پوځ وشړي او د پوځ له شړلو سره یو ځای به د طالبانو لپاره ځای هم ورک شي.
پاکستان ولې د پښتون خوځښت غږ نه اوري؟
پاکستان به ځینو برخو کې د پښتون خوځښت غږ اوریدلی وای، خو د پښتون خوځښت ځینې غوښتنې د خپلو سیمو د امنیت لپاره دي او پاکستان هيڅکله نه غواړي په قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي، پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د رزونې او تمویل له درکه زیاتې پیسې لاسته راوړي او هيڅکله نه غواړي چې دا مهمه پروژه له لاسه ورکړي.
د پښتون خوځښت یوه غوښتنه همدا ده چې له قبایلي سیمو دې سخت دریځي ترهګر ورک شي او نور دې پاکستان قبایلي سیمې د جګړې لپاره نه کاروي او نه دې پکې ترهګر د نورو هېوادونو د ورانولو لپاره روزي.
پاکستاني ریاست او پوځ په دې باور دی چې که نن یې د پښتون خوځښت غوښتنې ومنلې، دا د تسلیمۍ په مانا ده او له دې وروسته به بیا هر ځل د پښتنو غوښتنې منل کیږي او پاکستان هيڅکله پښتانه په ریاست کې نه شریکوي، ځکه دا قوم کې په ریاست کې شامل شو، پنجاب به له ډيرو ترهګریزو کړنو راوګرځوي.