تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلې څرخکې لوېدا تایید کړه، ویې ویل چې حکومت یې له بېلابېلو لارو د دې هیلي کوپتر د عملې د ژغورلو لپاره هڅې پیل کړي دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا څرخکه له پېښور څخه روسیې ته روانه وه چې هلته ترمیم شي.

افغان چارواکي او د پېښې شاهدان وايي چې غورځېدلې څرخکه ملکي نه بلکې د پاکستان د پوځ هیلي کوپتر وه.

د پاکستان پوځ ویلي چې په افغانستان کې لوېدلې څرخکه د پوځ نه ده.

د عامو خلکو لپاره ګرانه ده چې دا تفکیک کړي چې څرخکه پوځي وه که ملکي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو، چې په افغانستان کې د پاکستان لپاره په نیابتي جنګ تورن دي، له غورځېدو سره سم له څرخکې سپرلۍ کښته کړې او هیلي کوپترې ته یې اور ورته کړ. د طالبانو له لوري د الوتکې سوځېدو داسي نښه نه ده پرې ایښې چې ثابته کړي ایا هغه پوځي وه او که ملکي.

دا هم څرګنده نه ده چې دې څرخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته څه راوړي و.

تر دې پخوا هم ادعاوې شوې وې چې طالبانو ته د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د پاکستاني هیلي کوپترو په وسیله پوځي مرستې رسېدلي دي.

پاکستاني چارواکي ظاهراً ادعا کوي چې په څرخکه کې د ۶ سپرو کسانو له برخلیکه بې خبره دي.

له بلې خوا د پنجاب ایالتي حکومت ویلي چې په لوګر کې غورځېدلې څرخکه په دې ایالت پوري اړه لري او د افغانستان له حکومته غواړي چې د هغې د عملې او سپرلیو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو هم تراوسه پوري په دې باب څه نه دي ویلي، دا په داسي حال کې دي چې طالبان په داسي مواردو کې تر هر چا وړاندې اعلانونه کوي.

د لوګر د والي ویندوی صمیم صالح وايي چې څرخکه د ویشتل کېدو په نتیجه کې نه ده کښېنستلې، بلکې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوې ده.

5 thoughts on “د پاکستان پوځ په لوګر کې د پاکستانۍ څرخکې لوېدا تایید کړه”
  1. پوځي مهمات او مشاورين يي ور وړي دي يو ميجر او پنځه ډګرووال او يو روسي عسکري مشاور په کښې موجود وه..
    يو ه ام آى17 هيليکوپتر دومره پرواز نه شي کولاى چه دريم مملکت ته دي په يوه پرواز ولاړه شي؛ پاکستان يي تصويرونه خپاره کړه پوځي هيليکوپتر وه. او روسان دپاکستان سره په زغرده همکاري کوي دغه همکاري دملا منصور او روسانو تر منځ په ملاقات کښي ددوى تر منځ دمعاهدې او کتني وروسته صورت نيسي بايد افغانستان په کلکه دروسانو دغه عمل وغندي او پر پاکستان احتجاج وکړي او په دغه ساحه نظامي عمليات وشي داو پاکستاني افسران او روسي افسر ګرفتاره کړي.

  2. د طالبانو صداقت ، ایمان داری او وفاداری به معلومه شی چې څومره ژر پاکستانی جاسوسان خپل اصلی بادار ته سپاری.

  3. Taand na mañana Cher ter ossa po de mawzoh nor navi khabr na di terlasa Kari . Da Sanga taand.com di che de taso website dwah kala mukhke Sara der tawpeer lari

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *