تاند- پاکستاني پوځیانو پرون د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمه کې له کلونو وروسته د وسله والو طالبانو پرضد لومړني پراخ مځکني عملیات پیل کړل.

دا عملیات وروسته له دې وشول چې د دغه هیواد هوايي ځواک په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر پناهځایونو بمبارۍ وکړې.

په وزیرستان کې د پاکستان د حکومت سیاسي استازي سراج احمد وویل، دا عملیات د شمالي وزیرستان په مرکز کې پر ماچس کمپ وشول.

د نوموړي په وینا په دې کمپ کې پخوا افغان کډوال اوسېدل خو اوس د سیمه ییزو او بهرنیو سخت دریځو په مرکز بدل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو وویل، په داسي حال کې چې مځکنیو ځواکونو ماچس کمپ محاصره کړی، هیلي کوپترو له پاسه پرې بمباري کوله او کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

په همدې حال کې پاکستاني طالبانو ویلي چې د پوځ د حملو ځواب به په حملو ورکړي.

د پاکستان پوځ وايي، جنګي الوتکو او هیلي کوپترو یې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان خاورې ته نژدې په قبایلي سمیو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر پناهځایونو په بمبارۍ کې ۶۰ تنه ووژل.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بمبارۍ تر ډېره د شمالي وزیرستان په میرعلي ښارګي کې متمرکزې وې.

خبرپاڼه وايي چې په شپېتو تنو وژل شویو سخت دریځو کې د هغوی مهم قومندانان او بهرنیان شامل دي.

د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې د دوی د الوتکو د بمبارۍ په نتیجه کې ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *